د لاسرسي ځای

په خوست کې د وطن ګوند یو شمېر فعالان وايي، که نېږدې درې لسیزې وړاندې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقره‎ییز پلان عملي شوی وای، نن به په ‎دې هېواد کې شته ناخوالې نه وای.

دوی چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د ډاکټر نجیب الله د وژنې د ۲۱ تلین په مناسبت غونډه او د قران کریم د ختم په ناسته کې راټول شوي وو، وویل چې اوس نړۍ دې نتیجې ته رسیدلې ده چې په ‎دې هېواد کې د تلپاتې امن او د جګړو د پای ته رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې د نجیب‎الله د ملي روغې جوړې سیاست پلی شي.

د وطن ګوند یو غړي سخي جان سرحدي وویل، د دوی مشر ډاکټر نجیب الله به ویل چې د افغانستان د سولې لپاره قدرت څه چې د سرقربانی ته هم تیار دی او ده خپله ژمنه ثابته کړه.

سخي جان سرحدي وویل، که هغه وخت نړۍ د نجیب‎الله غوښتنه درک کړې وای، دا ستونزې نه رامنځته کیدې.

د وطن ګوند یو غړی سخي جان سرحدي
د وطن ګوند یو غړی سخي جان سرحدي

دی وايي:

"ډاکټر نجیب الله به چې څه وویل هغه به يې عملي کول، د ده په نظر او عمل کې واټن نه وو، که د ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقره‎ییز پلان عملي شوی وای او توطیه نه وای جوړه شوې، نو دا کلونه کلونه وینه به نه تویدای."

لیکوال او ژورنالېست محمد غفور مهیدي وویل، درې لسیزې وروسته نړۍ په‎دې پوهه شوه چې جګړه نه د افغانستان حل لاره ده او نه په ‎دې هېواد کې د جګړې په شتون کې نړۍ د ارامۍ احساس کولای شي.

لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي
لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي

مهیدي زیاته کړه:

"کم زیات ۳۰ کاله مخکې د بین الافغاني تفاهم په خاطر، د سولې په خاطر او د جنګ د پای په خاطر د همدې شهید په نووښت ملي روغه جوړه اعلان شوه، اوس چې د نړۍ بله لاره ورکه شوه، نو اړ شول او دا يې ومنله چې د ډاکټر نجیب الله له طرحې پرته د افغانستان د خلکو لپاره د سولې بله لاره نشته."

په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو هم برخه اخېستې وه. مفتي محمد سلیم منصور ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:

"له ټولو هېوادونو په خاصه توګه له ځوانانو هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله غوښتنې او لاره چې هغه سوله، امن، ابادي، وطندوستي، اتفاق، اتحاد او ورورولي وه تعقیب کړي."

مفتي محمدسلیم منصور
مفتي محمدسلیم منصور

د خوست یو تن ځوان سبیل روښان وویل، که په‎دې هېواد کې د سولې سیاست پلی شي، نو دا هېواد به له شته ناخوالو راووځي او د نړۍ د پرمختګ د کاروان ملګری به شي:

"له مشرانو د ځوانانو په نماینده‎ګی دا هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله د سولې دا سیاست پرمخ بوځئ چې زموږ دا وروسته پاتې هېواد چې په رښتیا سره د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شوی دی، له دې ناخوالو څخه نجات بیا مومي او هېواد په یو سلیم مسیر باندې رهبري کړو."

د یادونې وړ ده، ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د شوروي پلوه نظام څلورم یا وروستۍ جمهور رئيس وه، که څه هم یو شمېر افغانان او ډلې تر ولسمشری مخکې د ډاکټر نجیب الله پر دندو نیوکې لري، خو په ټوله کې د سولې لپاره د ده هڅې ستايي.

ډاکټر نجیب الله ۲۱ کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو پر کابل د خپلې واکمنۍ په لومړني سهار د ملګرو ملتونو له دفتره په زور راویست، ويې واژه او د کابل په اریانا څلور لارې کې يې د ده له ورور شاپور احمدزي سره یو ځای په عام محضر کې وځړاوه.

ډاکټر نجیب الله او ورور يې څنګ په څنګ د پکتیا په میلن کې په خپل پلرنۍ هدیره کې ښخ شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG