د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ډینګي له کبله د مړو شمېر ۳۱ ته ورسېدی


د خيبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي ، هلته د ډېنګي ناروغۍ له کبله د مړو شمير اوس ۳۱ ته رسېدلی دی.

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا مشال راډيو ته په ورکړل شوو مالوماتو کې راغلي چې د مړو شمېر د جمعې په ورځ هغه وخت ۳۱ ته ورسېدی چې د پېښور یوې شپېته کلنې مېرمنې د یادې ناورغۍ له کبله سا ورکړه.

د صحت څانګه زياتوي چې د جمعې په ورځ د ۱۵۱۳ کسانو معاينه وشوه چې په کې په ۲۵۰ کسانو کې د ډینګي ناروغۍ پخلی وشو.

د دوي په وینا ، په دې کسانو کې یوازې د ۷۴ کسانو حالت داسې وو چې د درمنلې لپاره په روغتون کې داخل کړل شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پېښور د تهګال سیمې د اوسېدونکو جرګې د پنجشنبې په وررځ د اړینو ګامونو نه پورته کولو په صورت کې د احتجاج دهړکه ورکړه.

هغوی مشال راډیو ته وویل چې که حکومت د صحت په ټولو مرکزونو کې د ډينګي ناروغۍ مخنيوي څانګې جوړې نکړې نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

د یادې جرګې مشر ، د جمعیت علما اسلام د پېښور امیر او پخواني صوبايي وزیر امان الله حقاني وویل چې د حکومت له خوا په پېښور کې د پاشل شوې دوا ډینګي ماشي ځکه ندي وژلي چې معیار یې ښه نه وو.

امان الله حقاني وویل ، حکومت دې د ډینګي ناروغۍ له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د پېښور تهګال هغه سیمه ده چې د صحي چارواکو او ځايي خلکو په وینا ، د ډینګي ناروغۍ د نورو پرتله ډېره ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG