د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان: ولسمشر غني د سولې استعداد،صلاحیت او ملاتړ لري


د خوست چارواکي وايي، د لويې پکتیا خلک کولای شي د خپلو دودونو، جرګو او مرکو له لارې افغان حکومت او وسلوال مخالفین د سولې خبرو اترو ته تیار کړي.

دوی د افغانستان په تېرو تاریخي پيښو کې د لويې پکتیا د ولسونو ونډې ته په کتو وړاندیز کوي، چې افغان حکومت دې، د لويې پکتیا د مخورو مشرانو او عالمانو یو پنځوس کسیز کمیسیون وټاکي او یاد کمیسیون دې په کلیو او قومونو کې وسلوالو سره خبرې اترې وکړي.

نن د پنجشنبې په ورځ خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د سپټمبر ۲۱ مې یا د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل، دی باور لري چې د لويې پکتیا مشران به وکولای شي، چې د حکومت او وسلوالو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

خوست والي زیاته کړه:((که سولې ته تعهد وجود ولري او مرکزي حکومت مو حمایه کړي، زه رييس صیب دولت ته د دې پروسې د بریا ډاډ ورکوم، غوښتنه مو له رييس صیب څخه داده چې د علماوو او مشرانو یو ګډ پنځوس کسیز کمیسیون جوړ کړه او مسوولیت وروسپاره چې هغه په کورونو او قومونو وګرځي، علماوو سره وغږیږي تر څو له همدې ځایه دا هڅې د سولې یوه پیلامه وګرځي.))

قومي مخور قاضي احمد ببرکزی هم پدې اند دی، چې د لويې پکتیا مشران د سولې د مذاکراتو په پیلیدو کې ګټور تمامیدای شي.

نوموړي وویل:((زه باور لرم که د لويې پکتیا هغه درانه او مخور مشران په واقعي مانا راټول شي، د دوی له منځه د سولې لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ شي، نو دا ډول هلې ځلې به د سولې په باره کې مثبته نتیجه ولري او کامیابې به وي.))

​د وروسیتو څلورو لسیزو په بیلابیلو وختونو کې په افغانستان کې حکومتي چارواکو د وسلوالو مخالفینو د قانع کولو او سولې ته د دوی د هڅولو لپاره کوښښونه کړي، خو جګړې په بشپړ ډول ندي ختمې شوې.

دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وايي، ولسمشر محمداشرف غني د مخکینیو حکومتونو په پرتله د وسلوالو سره د سولې ښه فرصتونه لري او زیاتوي:((لارې چارې يې دغه دي، که نن سبا ولسمشر ته سړی نظر وکړي، د ولسمشر استعداد، صلاحیت او قدرت ته وګوري او په نړیواله کچه د ده تاثیر ته وګوري په هر لحاظ دی دا وړتیاوې په کار واچوي، نو ممکنه ده چې په افغانستان کې سوله راشي.))

​په خوست کې د سولې د ولایتي کمیټې مشر مولوي حنیف شاه حسیني حزب اسلامي سره د افغان حکومت سولې ته په کتو وايي، دلته باید بین الافغاني سولې ته پاملرنه وشي، ځکه حکومت او ولس سولې ته تیار دی.

مولوي حنیف شاه وړاندې وویل:((په قران او احادیثو کې چې راغلې هغه سولې ته افغان حکومت تیار دی، دوی ته وایو چې بین الافغاني سولې ته راشئ، قراني سولې ته راشئ، قانوني سولې ته راشئ، دې لپاره دولت هم تیار دی، د سولې کمیټه هم تیاره ده او ولس هم دا ډول سولې ته تیار دی.))

د یادونې وړ ده د سپټمبر ۲۱ مه چې د سولې د نړیوالې ورځې سره برابره ده، پدې وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم لمانځل کیږي، که څه هم نور کلونه به دا ورځ په افغانستان کې د ځینو نړیوالو سازمانونو په مالي همکارۍ د یو شمېر غیر حکومتي موسسو لخوا لمانځل کېده، خو سږ کال په سویل ختیځ زون کې د سولې نړیواله ورځ د سولې ولایتي کمیټو ولمانځله.

XS
SM
MD
LG