د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: د کرنیزو ځمکو د اوبو سیستمونه رغوو


د خوست چارواکي وايي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو پر اساسي سیستمونو باندې د کار کولو پلان لري.

دوی زیاتوي، چې په یاد ولایت کې د ځمکو په پرتله اوبه لږې دي، نو په نویو سیستمونو د اوبو مهارولو ته اړتیا ډېره ده.

د سېشنبې په ورځ خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د چندړو په کلي کې د اوبو د سربندونو، استنادي دیوال او پاکو اوبو د پنځو پروژو د کار د پیل په ځای کې مشال راډیو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په خوست کې به د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو اوسني حالت ته مثبت بدلون ورکړي.

ښاغلي حبیبي وویل، په داسو برنامو کار کوي، چې کلي او خلک د زراعتي محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

نوموړي زیاته کړه:

((په خوست کې کرنیزې ځمکې کمې او له بل پلوه اوبه يې کمې دي، ډاډ درکوم د خوست دغه وضعیت ته په کتو باندې د خوست د کمو اوبو نه به موثره استفاده وشي، موږ په همدې موخه د اوبو په سیستمونو باندې کار کوو، پدې سره به ولسونه او کلي د کرنیزو توکو له اړخه پر ځان بسیا شي.))

په یادو پروژو چې ټولې څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ودانیزې چارې يې په څلورو میاشتو کې بشپړیږي، څلور پروژې په چندړو کلي کې او پنځمه هم د مرکز اړوند مردي خېلو پلي کیږي، چې استنادي دیوال، سربندونه، او د پاکو اوبو لپاره د اوبو ژور څاه چې د لمریزې برښنا په واسطه به کار کوي شامل دي.

د یادې سیمې یو تن قومي مشر د یادو پروژو د اړتیا او ارزښت په باب وايي:((زه حاجي میرباز خان، دې ځمکو پخوا حاصل نه کاوه، سیلابونو به وړلې، ونې به يې نسکورولې، اوس به د دې ونو حفاظت هم وشي او د ځمکو حفاظت به هم وشي.))

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکو د خوست له چارواکو وغوښتل، اوسنۍ روغتیايي کلینک چې د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سره جوخت دی، یو غیر پوځي ځای ته ولیږدوي، همدارنګه د ولسوالۍ څخه تر نادرشاه کوټ پورې د غځیدلي سړک په پخولو کې ورسره همکاري وکړي.

قومي مشر حاجي ګل نواز یادې ستونزې خوست والي ته داسې یادې کړې:((زموږ کلینک د قوماندانی په منځ کې دی، تاسو وعده هم کړې ده، چې دا به لدې ځایه بیرون راباسئ، بل له ولسوالۍ نه تر نادرشاه کوټ پورې تاسو څو ځلې پیشنهاد ټول ګټو چارو وزارت ته کړی، خو عملي شوی نه دی.))

د خوست چارواکو ځواب پدې اړه د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکو ته داوو، چې دا دواړه پروژې د نوي کال په پلان کې شاملې دي.

چارواکو سیمه والو ته دا هم وویل، د ولسي تړون پروګرام چې د یو شمېر نورو سیمو په ګډون د دوی په ولسوالۍ کې هم پلي کیږي کافي بودجه لري، نو څو، څو کلي په شریکه کولای شي، د خپلو سیمو لپاره داسې پروژې پیشنهاد کړي، چې ډېرو خلکو لپاره يې ډېر وخت ګټه ورسیږي.

XS
SM
MD
LG