د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت په مردان کې د کېنسر روغتون جوړوي


د پاکستان وفاقي حکومت په مردان کې د کېنسر روغتون جوړولو لپاره شل میلیونه روپۍ ایښې دي.

د دې مقصد لپاره د پاکستان اټامک انرجۍ کمېشن په اتوار د مردان له باچا خان میډیکل کالج سره یو مفاهمتي یاداښت هم لاسلیک کړ.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د باچا خان میډیکل کالج یوه چارواکي ډاکټر محمد اسرار وویل چې د پېښور کېنسر مخنیوي روغتون ارنم غوندې به دا روغتون هم جوړول کېږي.

ده وویل، “د روغتونلپاره شپېته کناله ځمکه ټاکل شوې ده او ډېر زر به د دې په چاردیوارۍ کار شروع شي.”

د ډاکټر اسرار په وینا چې پاکستان اټامک انرجي کمیشن دې منصوبې لپاره دوه چارواکي هم مختص کړې دي چې یو به دتعمیراتو کتنه کوي او بل به د روغتون د الاتو.

خپلو خبرو کې ډاکټر اسرار زیاته کړه چې د دې روغتونجوړیدو سره به د کېنسر ناروغانو ته اسانتیا ترلاسه شي.

،، روغتونونه کم دي او د سرطان ښکار ناروغان زیات دي ځکه خو یې ناروغانو د درملنۍ لپاره نېټه په نېته ورکول کېږي. که دا روغتون دلته جوړ شي نو د چارسدې او نوښار علاوه د شااوخوا سیمو ناروغانو ته به سهولت وي.،،

دا وخت پېښورکې د سرطان ښکار ناروغانو لپاره دوه روغتونونه کار کوي چې ورته د غونډې صوبې علاوه د قبایلي سیمو او د افغانستان د سرطان ښکار ناروغان هم راځي.

د کېنسرد مرض ماهرینو په وینا چې په سرکاري کچ د سرطان روغتونونو د جوړولو ضرورت دی ولې چې په شخصي روغتونونو کې غریب خلک د سرطان د درملنې لګښت نه شي برداشتولی.

XS
SM
MD
LG