د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ پر فاټا اصلاحاتو بحث کوي


د پاکستان په پارلمان کې به نن (ګل ورځ) قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره په قانوني مسودې بحث کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د قانون او انصاف وزير زاهد حامد دا مسوده پارلمان ته د بحث لپاره وړاندې کړې وه چې پرې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اسمبلۍ غړیو شمېر پر کمي اعتراض راپورته کړ او تر دې ورستو سپيکر سرادر اياز صادق د اسمبلۍ غونډه نن تر ګل ورځې ځنډولې وه.

​د پاکستان وفاقي کابینې د تيرې نهې په ورځ د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې په غونډه کې پریکړه کړې وه چې د فاټا اصلاحاتو هغه قانوني مسوده چې د سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک قبايلي سيمو ته پکې غځول کېږي، قامي اسمبلۍ ته د منظورۍ لپاره راوړي.

د واکم ګوند مسلم ليګ ن له باجوړه پارلماني استازی شهاب الدين وايي، چې حکومت خو خپله وعده پورا کړه نو په پارلمان کې موجود ټولو ګوندونو له پکار ده چې د دې مسوده دې ژر تر ژره منظوري ورکړي.

شهاب الدین خان د مشال راډيو له خبریال خالد خان سره
شهاب الدین خان د مشال راډيو له خبریال خالد خان سره

د نوموړي وينا وه چې د پاکستان سياسي ګوندونه خو په ټول ګونديزه غونډو کې د فاټا اصلاحاتو حمایت کوي خو چې کله قامي اسمبلۍ ته د اصلاحاتو بل وړاندې کړل شي نو بيا یو ګوند هم خپل غړي د اسمبلۍ غونډې ته نه رالېږي چې د بل مرسته وکړي او د کورم نه پوره کېدو له وجې بل د ځنډ ښکار شي.

خو د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی پارلماني استازی اخونزاده چټان وايي چې د واکم ګوند مسلم ليګ ن زمه واري صرف اسمبلۍ ته په بل وړاندې کولو نه پوره کېږي بلکې ورله پکار ده چې د خپلو منتخیبو غړیو حاضري دې هم یقيني کړي.

اخونزاده چټان
اخونزاده چټان

د پاکستان تحريک انصاف پارلماني استازی علي محمد خان وايي چې د ګوند نور غړي به يې نه صرف نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کوي بلکې په قانوني مسودې به په بحث کې برخه هم اخلي. د نوموړي وينا وه که حکومت په دې اصلاحاتو کې مخلصه وي نو پر خپل اتحادي ګوندونو دې فشار راوړي چې د اصلاحاتو مخالفت پرېږدي.

علي محمد خان
علي محمد خان

په قبايلي سيمو کې د اييني او انتظامي اصلاحاتو په اړه د تيرې پنجشبې په ورځ په اسلام اباد کې عوامي نیشنل ګوند ټول ګونديزه غونډه رابللې وه چې پکې يې غوښتنه وکړه چې په فاټا کې اېف سي ار قانون خاتمې سره یادې سيمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزی
مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزی

خو په غونډه کې موجود د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان پر دغه اعلامیه لاسلیک و نه کړ او دريځ يې لرلو چې د فاټا د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلي ولس په خوښه د يوې ټولپوښتنې (رېفرنډم) له لارې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG