د لاسرسي ځای

نن (یکشنبه) د لاهور په اين ای ۱۲۰ هغې حلقې کې رايې اچول پېل شوي چې د پخواني وزيراعظم نوازشريف تر نا اهل اعلانېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې خالي شوی و.

په دې ټاکڼو کې د حکمران مسلم ليګ (ن) له خوا د نوازشريف ښځه کلثوم نواز، د تحريک انصاف ډاکټر ياسمين رشيد او د پيپلز ګوند فیصل مېر مهم اميدواران ګڼل کيږي. دلته تر ۴۰ زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

نواز شريف په جولای مياشت کې د سپريم کورټ له خوا نا اهله اعلان شو. پر نوموړي او کورنۍ یې تورونه دي چې له هیواده بهر یې پټې شتمنۍ لرلې.

په اسلام اباد کې د الیکشن کمېشن د معلوماتو له مخې د ووټونو اچولو لړۍ پنځه بجې ختمیږي. د الیکشن کمېشن د معلوماتو له مخې په یاده حلقه کې درې لکه یویشت زره خلک د ووټ ورکولو لپاره راجسټر شوي دي.

د رایه اچونې د پروسې کلک امنیت نیول شوی او د پولیسو ترڅنګ د پوځ یو نیم زر ځوانان هم د امنیت په ټینګولو کې کومک کوي.

د لاهور یو ځايي خبریال سید عباس نقوي له مشال را‌ډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ضمني ټاکنو ډېر اهمیت دی.

د نوموړي په وینا نوازشریف د دې چوکۍ څخه نااهله ګرځولی شوی و نو د پاکستان مسلم لیګ(ن) لپاره د دې سیټ ګټل ډېر ضروري دي.

دی زیاتوي، دغه رنګ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سیټ ونه ګټلو نو ورته به زیات زیان ورسیږي ځکه چې عمران خان په پنجاب کې خپل سباوون مضبوطول غواړي نو دواړو ګوندونو لپاره د قامي اسمبلۍ دغه سیټ خورا زیات ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG