د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: ځینې ادارې د پارلیمان برلاسیتوب نه مني


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال

اسلام اباد - د پاکستان کورنيوو چارو وزير او حکمران ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر احسن اقبال وايي په ملک کې ځينې ادارې، د پارليمنټ قانوني بالادستي نه منی.

نوموړي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته د سپريم کورټ د هغې پرېکړې په يادولو سره چې پخواني وزيراعظم نوازشريف يې له دندې لرې کړ، وويل چې د دوی حکومت خلاف سازشونه روان دي.

((د پاکستان په ايين کې د هرې ادارې واک معلوم دی. پارليمان د شل کروړو خلکو استازيتوب کوي. خو داسې معلوميږي چې دلته ځينې ادارې پارليمان بې اهميته کوي او د خپل واک له حده اوړي. دې کار موږ اندېښمن کړي يو. دا مسله به د پارليمان غړو سره شريکوو او هغوی سره به پرې سلا مشورې کوو.))

احسن اقبال په خبري غونډه کې دا واضحه نکړه چې کوم اثر لرونکي خلک یا ادارې د ملي احتساب پر ادارې ( نيب ) د پخواني وزيراعظم نوازشريف پر ضد مقدمه درج کولو لپاره فشار راوړي خو وينا يې وه چې په دې ټولو معاملو به قامي اسمبلۍ کې بحث سره سره پارلماني ليډرانو سره پرې هم مشاورت کوي.

خو په لاهور کې پر دفاعي او سياسي چارو نظر لرونکی حسن عسکري وايي چې مسلم ليګ (ن) د عدالتونو او پوځ پرضد یو کمپاين شورو کړی او په دې بيان کې د نوموړي اشاره هم د پوځ طرف ته ده نو دا قسمه تورونو د لارې دوی دا وويل غواړي چې نوازشريف خو بې قصوره دی او پرضد يې سازش روان دی.

د حسن عسکري په وينا دا د افسوس وړ خبره ده چې یو حکومت د ادارو پرضد کمپاین چلوي او واضحه دې وي چې نتېجې به يې ښې نه وي.

د حسن عسکري په څېر په پاکستان کې زیات شمېر کارپوهان پر پوځ نیوکې کوي چې دوی د ملکي حکومت په چارو کې مداخله کوي، خو پوځ په وار وار ویلي چې دوی د جمهوریت ملاتړ کوي.

د یادولو ده چې نوازشريف د جولای په ۲۸ تاريخ د هغه پر کورنۍ درغليوو تورونو څيړلو لپاره جوړ، پانامه کېس کې له دې وجې نا اهله اعلان شو چې نوموړي د خپل زوی په کمپنۍ کې مقررې تنخا په اړه انتخاباتو کمېشن ته څه نه وو ويلي. خو نوازشريف وايي ځکه يې څه نه وو ويلي چې دا تنخایې نه ده اخیستې. سپريم کورټ د تېرې جمعې په ورځ يادې فیصلې ته د بيا کتنې درخواست هم رد کړ.

XS
SM
MD
LG