د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو د راتلونکې په اړه ټولګوندیزه غونډه شوې


د ټولګوندیزې غونډې یو منظر
د ټولګوندیزې غونډې یو منظر

اسلام اباد - د قبایلي اصلاحاتو په اړه د عوامي نیشنل ګوند ټولګوندیزې غونډې له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې قبایل دې سمدستي په خیبر پښتونخوا ورګډ کړي.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه د ټولګوندیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې راغلي، قبایلي سیمې دې په اییني ډول د خیبر پښتونخوا برخه شي.

دا اعلامیه وايي چې په قبایلو کې نافذ اېف سي ار قانون دې ختم شي او د پاکستان قضايي او عدالتي نظام دې وروغځول شي.

ورسره په اعلامیه کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې قبایلي ولس ته دې د هغوی ټول بشري، سیاسي او قانوني حقونه ورکړي، د سیمو د پرمختیا لپاره دې ۱۰ کلن پلان جوړ کړي او قبایلو ته دې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړي.

دا اعلامیه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) پرته ټولو ګوندونو لاسلیک کړې.

تر غونډې وروسته د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان مشال راډیو ته وویل، قبایل، پښتانه دي باید له نورو پښتنو جلا و نه ساتل شي.

ده زیاته کړه چې که پښتانه همداسې وېشلي ساتل کېږي نو نتیجه به یې یوازې د ناامنۍ دوام وي.

​د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د زیارت پر ورځ غونډې ته په وینا کې وویل، د پاکستان پارلېمان په قبایلي سیمو کې د مداخلې هېڅ حق نه لري او که دا کار کوي ((دا غیر اییني دی)).

ده وویل، د پاکستان د اساسي قانون یوازې څلور مادې د قبایلي سیمو په اړه دي.

اڅکزي وویل، د ده ګوند هم د اېف سي ار ضد دی، هغه قانون دې ختم شي، د قبایلي سیمو هر وګړی باید د ووټ ورکولو حق ولري او پولېټېکل اېجنټ دې د خلکو مالک نه جوړېږي بلکې جرګې ته به جوابده وي.

تر غونډې وروسته د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي حاجي شاه جي ګل مشال راډیو ته وویل، له ټولګوندیزې غونډې زبات شوه چې ډېری سیاسي ګوندونه د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو په حق کې دي.

د عوامي نیشنل ګوند په کوربه توب په اسلام اباد کې شوې غونډې ته د واکمن مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف استازي نه ول ورغلي.

XS
SM
MD
LG