د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او افغانستان دې خپلمنځۍ ناندرۍ ختمې کړي'


د پاکستان او افغانستان سياسي، سفارتي او د بېوروکراسۍ غړیو ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوسني کړکېچ هوارولو لپاره ضروري ده چې د دواړو خواو مشران او چارواکي دې خپلمنځۍ خبرې او راشه درشه ډېره کړي.

د اسلام اباد په یوه هوټل کې روانه په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې په غیر رسمي بحث کې ويل شوي چې دواړو ملکونو له پکار ده چې خپلمینځي ناندري لیرې کړي او پر داسې لارو چارو دې غور او فکر وکړي چې په خپلولو سره يې نه یوازې له دې سیمې د ترهګرۍ خاتمه وشي بلکې دواړه هېوادونه د ترقۍ پر لور روان شي.

په غونډه کې موجود د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دومره ښه نه دي نو په حکومتي کچ د خبرو اترو نه سربېره په ولسي کچه دا قسمه غونډې ډېر اهميت لري.

د نوموړي وينا وه چې په دا قسمه غونډو کې د داوړو هېوادونو اثر لرونکي خلک ګډون کوي او چې له دوی سره خپلمینځ کې په کومو خبرو اتفاق وکړي نو هغه بيا خپلو خپلو حکومتونو ته وړاندې کړي او د هغې په رڼا کې حکومتونه بيا خپلې پاليسيانې جوړوي.

خو خبريال او افغان چارو نظر لرونکې شميم شاهد وايي په تېرو لسو دولسو کلونو کې د پاکستان او افغانستان د ولسونو، ژورنالستانو، مدني فعالانو او سياسي غړیو ترمینځه یوشمېر غونډې وشوې او څو وارې پکې د دې خواهش اظهار وکړل شو چې د دواړو هېوادونو ترمینځه ښه اړيکي پکار دي خو له بده مرغه تر اوسه په دې هېڅ عمل ونکړل شو.

د نهې ورځ دغه غونډې ته په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال په خپله وينا کې وويل چې افغانستان کله هم د هند په مرسته پاکستان ېواځې کول نه غواړي او ترڅو چې پاکستان و افغانستان ته د هند په سترګه کتل پرېښي نه وي تر هغو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ښه کېدلی نه شي.

د يادونې ده چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د پارلېمان یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره به خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG