د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې پر رواج قانون اتفاق و نه شو


د قامي اسمبلۍ سيفران قايمه کمېټۍ غونډه په فاټا کې د رواج قانون ۲۰۱۷ په پليکولو یا نافذولو هېڅ پرېکړې ته و نه رسېدل او پر دغه قانون تر نیوکو وروسته غونډه وځنډول شوه.

د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ د سيفران قايمه کمېټۍ غونډه د چیېرمېن جمالدين په مشرۍ کې وشوه چې پکې په رواج اېکټ د فاټا یو شمېر پارلېماني استازیو خپلې اندېښنې وښودلې او رواج اېکټ د فاټا ولس لپاره یو نوی اېف سي ار وباله.

له خېبر اېجنسۍ پارلېماني استازي شاه جي ګل اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې له اولې ورځې راهیسې د د ده په ګډون ځېنې نور پارلېماني استازي د رواج اېکټ مخالفت کوي او له حکومته یې غوښتنه ده چې د ۱۹۷۳م ايين دې تر فاټا وغځوي.

نوموړي زياته کړه چې د هرې سيمې خو خپل رسم او رواج وي او که د رواج مطابق فیصلې کول شورو شي نو بيا خو به د هرې سيمې لپاره جدا جدا قانون وي نو دا وجه ده چې د دوی پشمول ټولو د کمېټۍ پرغونډه کې ېو وارې بيا د رواج اېکټ مخالفت وکړو.

د ياد اېکټ پحقله د سيفران د قايمه کمېټۍ لومړۍ غونډه د مۍ پر شپاړسمه (۱۶) د کمېټۍ چېرمېن جمالدين په مشرۍ کې په اسلام اباد کې شوې ده چې هغه وخت هم د فاټا ځېنې پارلېماني استازیو په رواج اېکټ د اندېښنو څرګندونه کړې وه.

د واکمن ګوند مسلم ليګ ن او له باجوړه پارلېماني استازي شهاب الدين مشال راډيو ته وویل چې د فاټا یوشمېر استازي وايي په قبایلي سیمو کې دې د رواج قانون پرځای د شخړو هوراولو شوراګانې (‌ډیسپویټ ریزلوشن کونسل) جوړې شي چې لا د وړاندې په خېبرپښتونخوا کې معارفي کړل شوي دي او په اسلام اباد کې به هم ډيرې ژر معارفي کړل شي.

د يادونې ده چې د تېرې جمعې پرورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پاکستان قانون او انصاف وفاقي وزارت ته امر کړی دی چې قبایلي سیمې په قامي بهیر کې د شاملولو لپاره دې قانون سازي وکړي.

په غونډه کې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو عملي کېدو پورې د چيف اپرېټنګ افيسر ټاکنې منظوري ورکړې شوه او وويلې شو چې د فاټا لپاره به پوليس برتي کولو سره سره د اېف سي ټاکنه هم کېږي.

احمد الله- مشال راډيو اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG