د لاسرسي ځای

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي د امریکا لخوا پر پاکستانیو چارواکیو بندیزونه لګول او یا پر دغه هېواد پوځي مرسته بندول به د ګټې پرځای نقصان ورسوي.

له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې عباسي وویل چې دا قدم به د ترهګرۍ ضد جګړې ته نقصان ورسوي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ تعلقات تر هغه وروسته کړکېچن شول چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اګست میاشت د افغانستان او سیمې په اړه د خپلې نوې تګلارې اعلانولو پر وخت پر اسلام اباد غږ وکړ چې د وسله والو له ملاتړه دې لاس واخلي. پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د وسله والو پرضد یې کاروايانې کړي دي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې په زرګونه ولسي وګړي او پوځيان وژل شوي دي.

اېف ۱۶ الوتکه د اسلام ایاد په فضا کې
اېف ۱۶ الوتکه د اسلام ایاد په فضا کې

شاهد خاقان عباسي د ګل په ورځ په اسلام اباد کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکیو خلاف د بندیز ګامونه به د ترهګرۍ ضد جګړې په ګټه تمام نه شي.

نوموړي وویل :

"موږ د ترهګرۍ خلاف جګړه کوو، هغه څه چې زموږ هڅې بې ارزښته کوي به یوازې د امریکا کوششونو ته تاوان ورسوي.''

امریکايي چارواکي په شخصي ډول وايي، دا بندېزونه به د هغو چارواکیوخلاف وي چې له وسله والو تنظیمونو سره اړیکې لري او یا د هغو غوښتنو برخه دي چې امریکا یې له پاکستانه د رویې بدلولو او ورباندې د فشاراچولو په لړ کې کوي.

په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان سره د امریکا غیر پوځي او پوځي مرسته تر ۱ بیلیون ډالره کمه وه. دا مرسته په ۲۰۱۱م کې تر هر وخته زیاته یانې ۳.۵ بیلیون ډالره وه.

عباسي وویل واشنګټن پاکستان له فنډونو په محرومولو سره د ترهګرۍ خلاف هدفونه نه شي حاصلولی. نوموړي وویل پکار ده چې هر څه په ګډه سره وشي.

وزیراعظم عباسي وويل د امریکا لخوا دپوځي مرستې کمېدو او ورباندېد ایف شپاړس جنګي الوتکو د خرڅلاو له بندېز سرهاوس پاکستانله چین او روسه وسله اخېستو ته مجبور شو. نوموړي وویل:

"د خپلو ملي دفاعي ځواکونو د ساتلو لپاره باید موږ ځان ته نورې لارې لټولی وی. نو ځکه موږ له چین سره ښه تعلقات لرو.''

شاهد خاقان عباسي په مرکه کې له چین سره د ښو اقتصادي او پوځي تعلقاتو ذکر وکړ.

نوموړي وویل په افغانستان کې د مشکلاتو لپاره پاکستان ذمه واره ګرځول غیرمنصفانه خبره ده. هغه وویل واشنګټن باید د دې احترام او پېژندنه وکړي چې د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې پاکستانیو وګړیو ته څومره نقصان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG