د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې د سردریاب پل نړېدو یو تن وژلی دی


د نړېدلي پل تصویر
د نړېدلي پل تصویر

د چارسدې سردریاب یا د کابل سیند زوړ پل مات شوی دی چې پکې یو کس مړ او دوه کسه نور ژوبل شوي دي.

ځاي پوليس چارواکو مشال راډيو ته وويل چې نن سهار وختي شاوخوا دوه نيمې بجې په سیمټو بار یوه لارۍ د سردریاب پر پله پورېوته چې پل يې مات کړ.

د دوی په وینا ، د پله تر ماتېدو وروسته لارۍ سیند ته لوېدلې چې پکې ناست یوکس مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې د سردرياب دا پل د پاکستان تر جوړېدو مخکې په ۱۹۳۹ م کال کې جوړ شوی وو.

په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبریال شبیر جان په ویډیويي رپوټ کې وګورئ

چارسده کې د پل نړېدو یو کس وژلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:28 0:00

XS
SM
MD
LG