د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منګلو سوله ییزې سیمې ولې نا-امنه شوې؟


د خوست موسی خېل او قلندر همدارنګه د پکتیا لجه منګل، جاني خېل او میرزکه هغه پیوستې منګل میشتې ولسوالۍ دي، چې د ۲۰۰۸ زیږدیز کاله تر پایه يې د لويې پکتیا تر ټولو سیمو ډاډمن امنیت لاره، خو له هغه کال وروسته يې امنیتي حالت خراب شوی دی.

که څه هم یادې ولسوالۍ فعالې دي، خو د فعالیتونو ساحې يې محدودې دي، لارې يې نا امنه دي او خلک يې خپلې دعوې، لانجې او ستونزې تر ډېره په نرخ او رواج حلوي.

د جمعې په ورځ په خوست کې د منګلو د یووالي د عمومي شورا د کړنو د رپوټ ورکوونې د غونډې یو شمېر ګډونوالو، د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې وویل، د منګلو د سیمو د امن په ساتلو کې افغان حکومت هم په خپل وخت کې ناغیړي وکړه او له دې موقع نه وسله والو د ځان په ګټه کار واخېست.

د خوست د ولایتي شورا غړی او د منګلو اوسیدونکی قدیم افغان وايي:

"له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۹ کال پورې تر ټولو ښه امنیت په موسی خېلو او قلندر ولسوالیو کې وو، خو متاسفانه افغان حکومت او نړیوالو موسساتو دوی ته پام ونه کړ، د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې دوی ته کار ونشو، ددې پر ځای چې دولت کار په کې وکړي، دښمن کار په کې وکړ، چې اوس حتی د منګلو په کورنیو کې يې تفرقې اچولي دي، په یو او بل نوم يې تهدیدوي او ورته وايي، که څوک په دولت او موسساتو کې کار وکړي، نو ژوند به يې په خطر کې وي. "

د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی مشر او د غونډې میلمه ښایسته جان احدي د منګلو د سیمو د ناامنیو ځني لاملونه داسې ښيي.

د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی مشر
د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی مشر

دی وايي:

"د منګلو په سیمو کې د ناامنو اساسي لامل د قومي جوړښتونو له منځه تلل دي، پدې کې د دښمنانو لاس دی، ځکه په منګلو کې قومي جوړښت وو، هلته امن وو، هلته خلکو له یو بل سره زیاتۍ نشو کولای، وسلوالو همدا جوړښتونه له منځه وړي دي، زموږ کوښښ دادی چې قومي جوړښتونه بیرته راژوندي کړو او د مشرانو په پله پل کېږدو. "

دا چې په منګلو کې نا امنیو څه ستونزې جوړې کړي، ښاغلی احدي يې په اړه وايي:

"د منګلو په سیمو کې ناامنیو ګاونډیو ولایتونو ته ستونزې پیدا کړي دي، عدل او یووالی يې له منځه وړی دی، دښمن ته يې د دې زمینه برابره کړې ده، چې هلته ورشي او د دوی د سیمو نه استفاده وکړي، بچیان مو د تعلیم نه پاتې دي، هغه دستورونه چې د پرمختیا سبب ګرځیدل، هغه يې له منځه وړي دي. "

مدني فعال کمال خان منګل وايي، د دوی په سیمو کې په لږو امکاناتو امن راتلی شي، ځکه خلک امن ته لیواله دي:

"ځوانان او مشران لیواله دي چې د دوی سیمې په امن کې واوسي، خو دومره لیوالتیا په وجود کې په لږو امکاناتو امن راتللی شي، یوه ولسوالي مو حتی خام سړک نلري، د ښوونځیو سویه مو داسې ده، چې یو کس هم ورڅخه د کابل طب ته نشي کامیابیدای، نو که د دوی قومي جوړښتونه راژوند کړو، بیارغونې پروژې وروړو، نو انشاالله زموږ په منطقه کې خلک پر حکومت راټول دي او د خوست یوه سیلانی سیمه به وي. "

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په یادو سیمو کې د ناامنیو یو بل لامل د منګل میشتو سیمو سټراټيژیک اهمیت ښيي او زیاتوي، چې هلته د ناامنیو د ختمولو فرصتونه اوس هم موجود دي.

ښاغلی ګلاب منګل زیاتوي:

"په منګلو کې د ناامنیو یو لامل داده چې سیمه غریزه او سټراتيژيکه ده، پخوا يې چارواکو د بیارغونې پروژو ته توجه نده کړې، نو دښمن لدې موقع استفاده وکړه، خپل نفوذ يې په خلکو کې زیات کړ، نو کچیرې مشران او سیمه ییزه اداره د دې سیمې بیارغونې ته پاملرنه وکړي، نو زه فکر کوم چې امن به راشي."

یاده دې وي، چې منګل د خوست او پکتیا په لویو قومونو کې راځي، چې دوه په خوست او درې په پکتیا کې ځانته ولسوالۍ لري.

سره لدې چې د جاني خېلو ولسوالي پدې وروستیو کې د افغان پوځیانو او وسلوالو د سختو جګړو شاهده ده، سیمه وال وايي، چې په څلورو نورو منګل میشتو ولسوالیو کې هم د دولت وسلوال مخالفین فعال دي او هلته پټن ځایونه لري.

له ۲۰۰۹ زیږدیز کال مخکې ډېریو حکومتي چارواکو خوست او پکتیا ته د ډاډمن امنیت له کبله د منګلو په لار سفرونه کول.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG