د لاسرسي ځای

بشرا ګوهر: فاټا اصلاحاتو او سرشمېرنې په اړه ټول ګونديزه غونډه راغواړو


عوامي نېشنل ګوند د روانې سپتمبر مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسلام اباد کې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده چې پکې به د قبايلي سيمو پر اصلاحاتو او دغلته د شوې سرشميرنې په نتيجو بحث کېږي.

د دې ګوند مرستيالې مشرې بشرا ګوهر مشال راډيو ته وويل چې فاټا اصلاحاتو کمېټۍ په خپل راپور کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې د خېبرپښتونخوا برخه جوړه شي نو حکومت بايد پر دې راپور عمل وکړي.

د نوموړې په وينا د قبايلو ولس د ايف، سي، آر قانون ختمول او په خېبرپښتونخوا کې شاملېدل غواړي نو عوامي نيشنل ګوند به د ټول ګونديزې غونډې له لارې پرحکومت فشار راوړي چې ژر تر ژره دې د قبايلو خوښې ته وکتل شي.

پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړه. دې کمېټۍ وړاندیز وکړ چې قبايلي سيمې په تدرېجي ډول په خېبر پښتونخوا کې شاملې او د ايف سي آر قانون پر ځای دې رواج اېکټ نافذ کړل شي. ځينې نور وړانديزونه لکه بلدياتي انتخاباتو کېدل هم شوي وو چې وفاقي کابينې منظور کړي وو. خو تر اوسه پر دې عمل نه دی شوی.

په پارليمان کې د قبايلي سيمو استازي وايي حکومت د قبايلي سيمو اصلاحات نه عملي کوي او په سرشمېرنه کې يې د قبايلو شمېر کم ښودلی خو حکومتي چارواکي دا نه مني

يوه بله مسله چې په دې وروستيوو کې يې ډېرې ناندرۍ راپارولې په قبايلي سيمو کې شوې سرشمېرنه ده. په پارليمان کې د قبايلي سيمو استازو ويلي چې د لومړني رپورټ ترمخه د قبايلو شمېر پنځوس لکه ښودل شوی چې ډېر کم دی نو ځکه يې دوی نه مني. د عوامي نيشنل ګوند يوه مشر، بشرا ګوهر وايي د قبايلو دومره کم ښودل ملنډې وهل دي نو ځکه به له حکومت څخه د يو حل غوښتو لپاره دا مسله په ټول ګونديزه غونډه کې راپورته کوي.

د شماریاتو ادارې یوچارواکي حبیب الله خټک په دې اړه مشال رېډيو تهه وويل چې د دوی له خوا شوې سرشمېرنه ځکه سمه ده چې پوليټيکل ايجنټانو ورته د دې د ښه کېدو تصديق کړی دی.

بلخوا د عوامي نيشنل ګوند له خوا د رابلل شوي ټول ګونديزې غونډې په اړه په پارليمان کې د حکمران ګوند مسلم ليګ (ن) د باجوړاېجنسۍ غړی وايي د دې مسلې له سياسي کولو دې ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG