د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان هوایي ځواک پر پیاوړيکولو ۶ میلیارده ډالر لګېږي'


ولسمشر محمد اشرف غني وايي په راتلونکیو څلورو کالو کې به شپږ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواک ولګېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د ختیځ زون له سرتېرو او لوړ پوړو امنیتي او دولتي چارواکو سره په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

ولسمشر غني په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو ملکي او نظامي مسؤلینو او افغان سرتېرو ته په وینا کې وویل چې افغان حکومت د نړیوالو په مټ د ځواکونو سمبالښت ته پاملرنه ډېره کړې ده.

هغه په خپله وینا کې د سرتېرو له کورنیو او خپلو ځواکونو مننه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د هوايي ځواک په پیاوړتیا شپږ ملیارده ډالره لګوي.

ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې ​ولسمشر د دوشنبې په ورځ [نن] له یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره یوځای ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له سرتېرو افسرانو او بریدملانو سره د عمومي وضعیت ارزولو په خاطر ولیدل.

ولسمشر غني شااوخوا دوه کاله وړاندې هم سیلاب قول اردو او له هغې وروسته ننګرهار ولایت ته سفرونه کړي او په ختیځو ولایتونو کې یې د اداري او نظامي چارو د ارزونې ویلي وو.

هغه تېر کال د سرطان په میاشت کې ننګرهار ته په خپل سفر کې د ژورو بدلونونو او اصلاحاتو ژمنه وکړه چې په ولایتي شورا کې د خلکو د استازو په باور، وروسته ورته بیا پاملرنه نه ده شوې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي زبیح الله زمري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې کنړ، ننګرهار او لغمان چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو د زیاتو فعالیتونو شاهدان وو، د ولسمشر ځانګړې پاملرنې او ژورو اصلاحاتوته اړتیا لري او تمه ده چې په دغه سفر کې د خلکو انتظار ته مثبت ځواب وویل شي.

​له دې سره د نظامي چارو کارپوه باري عارض ختیځ ته د ولسمشر دا سفر له اهمیته ډک بولي او وايي چې په رخصتیو او ځانګړو ورځو کې دا ډول سفرونه د سرتېرو په روحیه مثبت اغېز لري.

ښاغلي عارض وویل:

"د ولسمشر دا ډول کړنې، په قول اردوګانو ګرځېدل او روغتونونو ته تلل، په نهايي درجه د ستایلو وړ دي او په دې کې د موفقیت رازونه نښتي دي."

ښاغلی عارض وايي، د څلور کلن امنیتي پلان د ښه تطبیق لپاره هم د ورته سفرونو اړتیا ده، خو د دغو سفرو نتیجې باید په ټوله معنا تعقیب شي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG