د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې د برېښنا نشتوالي پر ضد د خلکو مظاهره


اسلام اباد - د اتوار په ورځ په چارسده کې د برېښنا نشتوالي پر ضد خلکو مظاهره کړې او د بجلۍ پر مرکز ورغلي دي.

د احتجاج کوونکو یو مشر او تحصیل ناظم یحیا جان مومند مشال راډیو ته وویل، په تنګي کې د اختر له شپې راهیسې برېښنايي پارچاو یا لوډشیډېنګ روان دی چې له کبله یې د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي.

ده وویل، دا لوډشیډېنګ د پاکستان د حکومت پر دې اعلان سربېره کېږي چې په اختر کې به په ټولو سیمو کې بجلي وي. مومند زیاته کړه چې چارواکو ورته د لوډشیډېنګ نه کولو باور ورکړ او دوی احتجاج پای ته ورساوه.

په دې اړه مو د بجلۍ د وېش له ادارې سره رابطې وکړې خو له چارواکیو سره په خبرو و نه توانېدو.

په پاکستان کې د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا او په ژمي کې د ګیسو کمبوت خلک دې ته اړباسي چې مظاهرې وکړي او له حکومته غوښتنه وکړي چې د دوی ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG