د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د دې هېواد تر ټولو مهمه اړتیا سرتاسري سوله ده


نن د شنبې په ورځ د خوست ملکي او پوځي چارواکو یو ځل بیا د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړې پریږدي او د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

دوی چې د لوی اختر لمونځ د ګربزو د سرحدي ولسوالۍ په عمومي عیدګاه کې اداء کړ، ټېنګار وکړ، چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې د ټېنګولو یوازینۍ لاره داده چې افغانان په خپلو یووالی وکړي او خپلو ملي او سیاسي مسالو ته افغاني حل لارې ولټوي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په ګربزو کې د اختر لمونځ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:

((په ټولو وسلوالو مخالفینو احتراماً غږ کوو، چې د دې لويې او مبارکې ورځې په مناسبت باندې چې خدای تعالی ج دعاګانې قبلوي او خپلو بنده ګانو ته مغفرت کوي، د دې ورځې په خاطر باندې راځئ چې له بدبختیو، ورور وژنې او وینې تویدنې نه لاس واخلو او راځئ چې یو بل ته زړونه او غیږ ورکړو.))

​بلخوا د خوست اوسیدونکي هم سوله د افغانانو د ژوندانه تر ټولو مهمه اړتیا ښيي او وايي، چې سوکاله ژوند او د هېواد پرمختګ سولې پورې تړلی دی.

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند مشال راډیو سره په خبرو کې د لوی اختر د مبارکیو تر څنګ له افغانانو وغوښتل، چې په خپلو کې سولې او یووالی وکړي او د پردیو د لاس اله ونګرځي.

مدني فعال طالب منګل وايي، نړیواله ټولنه او افغان حکومت دې تر هر څه وړاندې پدې هېواد کې د دایمي سولې لپاره هڅې وکړي.

د تړون اونیزې د امتیاز څښتن سپین روان نورزی هم په خپلو خبرو کې وايي، چې افغانان باید د هغو خلکو لاس ونیسي، چې پر دوی جګړې تپي او یا پدوی کې فریقه يې مخالفتونو ته لمن وهي.

ښاغلی نورزی زیاتوي:

((زموږ د ټولو هېوادوالو څخه هیله داده، لکه څرنګه چې نن ټول په جوماتونو او عیدګاوو کې راټول شول او د اختر لمونځونه يې اداء کړل، همدارنګه د سولې، یووالي او امن لپاره سره راټول شي، هېواد ته د سولې پیغام ورکړي، د یووالي پیغام ورکړي او چاته اجازه ورنکړي چې افغانانو په بیلابیلو نومونو او فرقو سره وویشي.))

​د حاجي بهادر په نوم یو تن خواوشا اتیا کلن سپینږیری چې د اختر لمانځه لپاره د خوست مرکزي جامع جومات ته تللی وو وايي، پدې هېواد کې تر ټولو اوله اړتیا د سولې تامینول دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د اختر د لمونځونو له اداء کولو وروسته رسنیو سره په ناسته کې وویل دوی د مرکز او ولسوالیو امنیتي راپورنه را ټول کړي او د خوست په ټولو عیدګاوو کې لمونځونه په امن کې ترسره شوي دي.

جنرال غیرت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اختر په ټولو ورځو کې يې د نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د یادونې وړ ده په خوست کې هم د لوی اختر د لمانځنې له پاره خلک ځني دودیز رواجونه لري، له هغه وروسته چې خلک قربانۍ وکړي نو بیا په ډله ییزه توګه جوپې، جوپې د یو بل کورنو ته د اختر مبارکیو له پاره ورځي، په دې ولایت کې اخترونو کې یو شمېر زیارتونو او میله ځایونو ته ورتګ هم له پخوا نه دود دی.

XS
SM
MD
LG