د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، په کوټه او پېښور کې د افغان طالبانو مشران نه شته


 پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا
پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا

پاکستان په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو کمانډر جنرل جان نکولسن لخوا د وسله والو د پټنځایونو د لرلو تور رد کړی او ویلي یې دي چې دا یو بې ځایه بیان او د منلو وړ نه دی.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د یو سوال په جواب کې د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا وینا وه چې پاکستان کې د وسله والو او پټنځایونو په اړه قامي سلامتیا غونډې ټول تورونه رد کړي دي.

،، هم دې له وجې د جنرل نکولسن بیان بې ځایه او زه به دا ووایم چې د نه منلو وړ دی. د امریکابې بنیاده دعوا رد کولو په لړ کې د قامي سلامتیه کمیټۍ په ۲۴ اګست خپل بیان کې اندیښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه دي چرته نه چې د پاکستان مخالفه او په خاص توګه هند د پاکستان پرضد خپلۍ کاروایانې کوي. پاکستان په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه د ویجاړلو غوښتنه کړې وه او دا اظهار یې کړې وو چې د افغانستان او امریکایې چارواکو سره د وسله والو پرضد د کاروایې کولو له تیار دی.،،

څو ورځې وړاندې جنرل جان نکولسن کابل کې یو ټیلي ویژن سره په یوه مرکه کې ویلي وو موږ ته مالومه ده چې په پیښور او کوټه کې د افغان طالبانو مشرتابه موجوده ده.

د امریکا او افغانستان لخوا د افغان طالبانو او د حقاني ډلې پرضد د کاروایې په اړه د نورو اقداماتو اوچتولو غوښتنه کیږي خو پاکستان بیا بیا دا ویلي چې د ټولو وسله والو پرضد یې بې له توپیره پوځي عملیات کړې دي.

دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه هارون رشید وایې چې چې د سیمې لپاره د امریکاد نوې پالیسۍ له وجې د پاکستان او امریکااړیکې خرابې شوې خو د جنرل نکولسن په بیان هم پاکستان کې غوسه شته.

،، داسي ښکاري پاکستان دا ویره لري چې د امریکاولسمشر یو داسي تن دې چې هاغهناممکنه غوندې ګام هم اوچتولې شي او د هغه د پالیسي بیان ورکولو پس دا امکان جوړ شوی دی، کیداث شي امریکا په پاکستان څه برید وکړي نو د هغې مخنیوي لپاره داسي ښکاري چې دا هلې ځلې روانې دي او نه یواځې پارلیمان بلکې د حکومت لخوا هم په واضحه توګه وویل شو چې د دوی لپاره به داسي هېڅ ګام د منلو وړ نه وي.،،

تیره ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ او سینټ له اړخه هم په افغانستان کې موجود د جنرل جان نکولسن بیان رد شوی وو.

XS
SM
MD
LG