د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیرې مقدمه کې مشرف اشتهاري، پولیس افسران سزا


د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې او د پيپلزګوند مشرې بينظيربوټو د وژنې د کېس فېصله شاوخوا نهه کاله وروستو نن د پنجشنبې په ورځ وشوه چې پکې د هغه وخت دوه پوليس افسران سي پي او سعود عزيز او اېس پي خرم شهزاد نيول شوي او پخواني پوځي صدر پروېز مشرف اشتهاري ګرځول شوی.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په خپله پرېکړه کې د بېنظیر بوټو وژنې په معامله کې د نيول شويو پينځو کسانو پرېښودو امر هم کړی. په نيول شویو کې رفاقت حسېن، اعتزاز شاه، رشيد او شېرزمان شامل دي.

د بې نظیر بوټو د وژنې مقدمه د پنډۍ په ښار کې وشوه
د بې نظیر بوټو د وژنې مقدمه د پنډۍ په ښار کې وشوه

د دې ترڅنګ عدالت د پخوانيو پوليس افسرانو سعود عزيز او خرم شهزاد د نیولو امر وکړ چې سمدلاسه هم هلته د عدالت په سیمه کې ونیول شول. د پنډۍ راول ښارګوټي پولیسو پخوانی اېس پي خرم شهزاد او د پنډۍ پولیس مشر سي پي او سعود عزيز ته اوولس، اوولس کاله د قید سزا وارول شوه.

دواړه مجرمانو ته د پينځه پينځه لاکو روپو جرمانې سزا هم اورول شوې ده. پر دوی د بې نظیر بوټو وژنه کې د لاس لرلو او په هغه پېښه کې د ځانمرګي بریدګر سره د مرستې کولو تور وو.

پر خرم شهزاد دا تور هم وو چې کله بې نظیر بوټو ووژل شوه نو سمدستي یې د پېښې ځای وینځلو امر ورکړی وو.

عدالت د هغه وخت د صدر پروېزمشرف د جائيداد ضبطولو امر هم جاري کړی.

پروېز مشرف
پروېز مشرف

د بينظيربوټو وژنې کېس په ۲۰۰۸م کې شروع کړل شوی وو، وروستو ودرول شو او په ۲۰۱۳م کې بيا پېل کړل شو.

بينظير بوټو د ۲۰۰۷م کال د دسمبر پر ۲۷مه هله وژل شوې وه کله چې د پنډۍ له لياقت باغه تر يوې جلسي وروستو روانه وه او له خپل موټره يې بهر کارکنانو ته د سلام ځواب ورکولو.

په هغه پېښه کې تر شلو زيات کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG