د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان لپاره د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې د هند کردار


افغان چارواکي هيله ښئ چې هند به د امريکې نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، د ترهګرۍ سره په مبارزه کې به شريک کار ته دوام ورکړي.د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال، دواخان مينه پال پرون مشال ريډيو ته وويل هند دې د ترهګرۍ پر ضد دې نوې ستراتيژۍ عملي کولو پر مهال اقتصادي مرستې ډېرې کړي.

مينه پال په دې اړه زياته کړه: ((هند افغانستان سره يو ميليارد (يو بيليون) ډالر مرسته کړې ده او نوره هم کوي. دلته سړکونه جوړوي، پلونه رغوي او روغتيايي خدمتونه برابروي. موږ غواړو دوی دې برخه کې افغانستان سره همکاريوو ته دوام ورکړي. له پاکستانه هم دا تمه لرو.)

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په يوويشتمه د افغان ستراتيژۍ اعلانولو پر مهال هند يو مهم ستراتيژيک ملګری ياد کړ او وي غوښتل چې د افغانستان لپاره پرمختيايي کارونو ته دوام ورکړي. هند لا وار دمخه افغانستان کې د بندونو جوړولو او نورو لويو پروژو کار پرمخ بيايي. دوی د نظامي همکاريوو په ترڅ کې کابل ته څلور هيلي کاپټرونه ورکړې او ځيني افغان سرتيري يې هم روزلي دي.

هند افغانستان سره د اقتصادي همکاريوو تر څنګ د پوځيانو په روزنه کې مرسته ډېرولی شي
پراکاش

په نوي دهلي کې د ايشيا نيوز انټرنيشنل ايډيټره، سميتا پراکاش وايي هند کولی شي افغان ځواکونه وروزي او وسلې ورته ورکړي. ((زما په خيال هند به هم وغواړي چې همکاره زياته کړي. تر کومه چې د ترهګرۍ ځپلو خبره ده، هند کولی شي افغان ځواکونو ته پوځي سامانانونه ورکړي.))

افغانستان هند سره د ستراتيژيکو همکاريوو تړون لري چې له مخې يې تجارتي راکړه ورکړه شوې ده. اسلام اباد په دې اړيکو خفګان ښودلی. تېرکال پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي بي بي سي اردو سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان ترې غوښتې چې هند سره اړيکې پرې کړي.

د پاکستاني پوځ پخواني لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي داسې ضمانت نشته چې اسلام اباد قانع کړي چې هند به له افغانستان په پاکستان کې ګوتې نه وهي. ((افغانستان هند سره د ښو اړيکو حق لري خو هند بايد د پاکستان خلاف افغان خاوره ونه کاروي.))

اسلام اباد افغانستان لپاره د واشنګټن په ستراتيژۍ مايوسي ښودلې او وايي د ترهګرۍ پر ضد د دوی مبارزه او قرباني له پامه غورځول شوې ده. د دوی په خبره د ترهګرو پر ضد يې بې توپيره عمليات کړې دي.

د امريکې د نړيوالو اړيکو په کونسل يا Council for Foreign Relations کې د هند او پاکستان چارو څېړونکې، اليسا آييرز وايي که هند د افغانستان سره اړيکې وساتي که نه، اسلام اباد به خپله پاليسي بدله نه کړي.

((له هنده په افغانستان کې د پرمختيايي کارونو د دوام غوښتنه له دې وجې شوې چې هغوی دا کار ښه کوي. که څوک هر څه وايي، وايي به يې خو پاکستان د وسله والو ډلو ملاتړ نه دی پريښی.))

نوي دهلي د اګست په يوويشتمه اعلان شوې، د واشنګټن نوې ستراتيژي ستايلې ده. د هند بهرنيوو چارو وزارت وياند روېش کمار هندي رسنيوو ته ويلي چې دوی به امريکا سره په افغانستان کې شريک کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG