د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا استازي د سرشمېرنې مسله پارلمان ته وړي


د قبايلي سيمو منتخب پارلماني استازي وايي چې د اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) اېف ارز ابادي يې د ېو کروړ نه اوړېدلې ده خو حکومت يې په سرشمېرنه کې ابادي پنځوس (۵۰) لکه ښودلې ده چې دا له دوی سره زياتی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني مشر ناصر خان اپريدي د شورو ورځ مشال راډيو ته وويل چې د شمارياتو محکمه وايي قبایلي وګړي چې د پاکستان په هره برخه کې پراته دي نو هم هلته يې شمارلي دي نو دا څنګه ممکنه ده چې د قبايلي سيمو تر نيمايي زيات خلک د ملک په نورو برخو کې مېشت وي.

د نوموړي په وينا چې د دوي د اندازې ترمخه د فاټا ابادي د یو کروړ نه زياته ده خو د شمارياتو محکمې صرف پنځوس لکه ښودلې ده نو مطلب دا شو چې د فاټا تر نیمايي زياته ابادي د ملک په نورو برخو کې ميشت ده کومه چې حېث امکان نه لري.

د ناصر خان اپرېدي وينا وه چې دا مسله به نه صرف په پارلمان او سېنټ بلکه د قایمه کمېټۍ په غونډه کې هم راپورته کوي دې ترڅنګه وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره به پرې هم خبرې کوي چې په قبایلي سیمو کې دې له نوې سره سرشمېرنه وکړل شي،

د شمالي وزيرستان نه د حکمران ګوند د قامي اسمبلۍ غړې محمد نظير وايي چې ېواځې د شمالي وزيرستان ابادي د شلو لکو نه زياته ده نو شمارياتو محکمه څنګه د ټول فاټا شميره پنځوس (۵۰) لکه ښايي،

د نوموړي وينا وه چې د دې مسلې مستقل حل راويستو لپاره به د فاټا نه منتخب ټول پارلماني استازي راېوځايې کېږو ځکه چې دا د قبایلي سيمو د راتلونکي خبره ده،

مشال راډيو چې کله د وفاقی وزير اکرم خان دراني پروړاندې د قبايلي سيمو د پارلماني استازو دا غوښتنې کېښودې نو نوموړې وايي چې د سرشميرنې پروخت د شمارياتو محکمې غړو سره د پاکستان پوخ اهلکار هم موجود وو او د شمېرې ېو ريکارډ د شمارياتو محکمې او دوېم د پاکستان پوځ سره پروت دې نو دا هېڅ امکان نه لري چې دواړو به غلطه شميره کړي وي،

د شماریاتو ادارې ېوچارواکي حبیب الله خټک هم د تير ګل پرورځ مشال راډيو ته ويلي وو چې ټولو پوليټیکل ایجنټانو د خپلو سیمو پحقله د سرشمېرنې د مکمل کېده سرټېفیکېت راکړی چې هر کلي کې سرشمېرنه شوې ده او مکمل شوې ده او بله دا چې په دې سرشمېرنه کې له دوی سره پوځ هم ملګری وو او کور په کور او کوڅه په کوڅه ورسره ګرځېدلي دي نو اوس پوځ خو به دا نه وي کړی چې یوه علاقه به يې پرېښي وي،

د يادونې ده چې د شمارياتو محکمې د تېرې جمعې پرورځ د سرشميرنې او کور شمېرنې عبوري راپور جاري کړې وو چې پکې يې د فاټا ابادي پنځوس لکه ېو زر ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG