د لاسرسي ځای

د پاکستان اليکشن کمېشن د قانون او انصاف وزارت ته ويلي دي چې زر تر زره دې د ۲۰۱۷ م کال سرشمېرنې رپورټ جاري کړي چې د ۲۰۱۸م کال ټولټاکنو لپاره په وخت حلقه بنديانې وکړل شي.

د الېکشن کمېشن لخواد قانون او انصاف وزارت ته لېږل شوي خط کې ويل شوي دي چې د شمارياتو ادارې په سرشمېرنه کې د ولسي وګړو (ابادۍ) په شمېر بدلون له ورایه ښکاري.

په خط کې ويل شوي چې اليکشن کمېشن ته نوې حلقه بندۍ کول دي خو که انتخاباتي قانون ۲۰۱۷ منظور نه شي او نه د سرشمېرنې سرکاري رپورټ جاري شو نو د ۲۰۱۸ انتخاباتو لپاره حلقه بندۍ په وخت کول ممکنه نه دي.

د شمارياتو ادارې چيف کمشنر د سېنېټ ته په خپل یوه بيان کې ويلي ول چې د سرشمېرنې حتمي رپورټ به د ۲۰۱۸م کال تر اپرېل پورې تيار کړل شي.

خو بل خوا د پاکستان الېکشن کمېشن مېډيا ډایرېکټر هارون شینواری وايي چې تر اپريل پس په ملک کې حلقه بنديانې او پر وخت انتخابات کول به ګران شي او په انتخاباتو او په کمېشن ګوته اوچتېدلی شي.

(اوس چې کوم رپورټ جاري شوې دی، په دې موږ کار نه شو کولی ځکه چې دوی د وروستي رپورټ خپرولو لپاره د ۲۰۱۸ م کال د اپريل مياشت ښيي او د هغه کال په جولایي کې به انتخابات کېږي نو د حلقه بنديانو کار پکې نه کېږي ځکه که الېکشن کمېشن خپل ټول وسايل استعمال هم کړي نو حلقه بندۍ په پنځه شپږ مياشتو کې کېږي نو له موږ سره بيا انتخابات کولو لپاره وخت نه شته نو بيا به دا ټول الېکشن غېر قانوني شي ځکه چې د ۲۰۱۷م کال تر انتخاباتي قانون لاندې به حلقه بنديانې کول وي او بيا تر ټولټاکنو څلور مياشتې وړاندې به دا تيارۍ تر سره کول وي.)

په خط کې دا هم ويل شوي دي چې د آئين تر ۵۱ (۵) شق لاندې صوبو، فاټا او د ملک په سرښار کې د انتخاباتو نشستونه د آبادۍ مطابق ټاکل کېږي.

د سرشمېرنې رپورټ له ځنډولو سره د ۲۰۱۸ م کال پر ټولټاکنو (عام انتخاباتو) څومره اغيز کېدلی شي او په وخت انتخابات کولو لپاره کومه لار خپلول پکار ده؟

په دې اړه د سياسي چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري وايي:

(که د سرشمېرنې سرکاري رپورټ جاريکولو کې وخت لګي نو د دې مطلب به دا وي چې که په ملک کې په وخت انتخابات کول دي نو په پخوانۍ حلقه بنديانو به کېږي ځکه چې که نوې سرشمېرنه جاري کېږي نو تر هغه وروسته په حلقه بنديانو ډېر وخت لګېږي، پر هغه اعتراضات راځي، هغه حتمي کېږي او بيا د ووټرانو په فهرستونو کې فرق راځي. نو فرض کړه که دا ځنډېږي لکه څنګه چې د سرشمېرنې اداره وايي، خپل وروستی رپوټ به د ۲۰۱۸م کال په اپريل کې خپروي نو بيا په پخوانیو حلقه بندیانو انتخابات کېدلی شي؟ او که یې د سرشمېرنې تر نوي رپورټ لاندې کول غواړي نو بيا به قامي اسمبلۍ دا انتخابات تر یوه کاله پورې ځندوي ځکه چې له هغوی سره دا اختيار شته.)

په پاکستان کې د ترسره شوې اتلسمي سرشمېرنې لنډمهالی او لومړنی رپورټ د اګست په پنځويشتمه نېټه هم-ګټې شورا (مشترکه مفادات کونسل) ته وړاندې کړل شوی وو چې پکې د پاکستان ټول وګړي ۲۰ کروړه، ۷۷ لاکه او ۷۴ زره ښودل شوې ده.

XS
SM
MD
LG