د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ظاهر قدیر پر کور برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي


افغان پولیس سربازان د ظاهر قدیر پر کور د برید ځای ته ورغلي. ۳۰م اګست
افغان پولیس سربازان د ظاهر قدیر پر کور د برید ځای ته ورغلي. ۳۰م اګست

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د چهارشنبې په سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې دوو ځان وژونکو بریدګرو غوښتل چې د ظاهر قدیر پر کور ورننوځي یوه ځان ته چاودنه ورکړې او دوهم بریدګر د ظاهر قدیر د ساتوونکو لخوا وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي، په دې پېښه کې د ظاهر قدير دوه ساتوونکي هم وژل شوي.

عطالله خوږیاڼی
عطالله خوږیاڼی

نوموړي زیاته کړه:

"یو بریدګر د ده کور مخې ته په عمومي سړک پر ساتوونکو ډزې کړي دوه ساتوونکي وژل شوي او دوهم بریدګر د ظاهر قدیر د ساتوونکو په ډزو وژل شوی په ټوله کې دوه بریدګر وژل شوي، دوه ساتوونکي وژل شوي او یو بل ساتوونکی زخمی شوی."

نوموړی وايي، که څه هم په دې سیمه کې یو شمېر دولتي او غيرې دولتي دفترونه شته خو نور چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

ظاهر قدیر
ظاهر قدیر

د ظاهر قدير د ساتونکیو مشر قوماندان نسیم وايي په دې پېښه کې لومړي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې او دوهم بریدګر غوښتل چې کور ته دننه شي د ساتوونکو لخوا ویشتل شوی.

دی وايي په دې وخت کې ظاهر قدير په کور کې وو او د دوی څلور تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زیاته کړه:

"اول مو وویشتلو او دوهم ځان والوزاوه او ظاهر قدیر په کور کې هغې بلې حویلې ته مو انتقال کړ په دې پېښه کې زموږ دوه ساتوونکي شهیدان شوي او دوه نور زخميان شوي دي."

تر اوسه د دې پيښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې ظاهر قدير په یوې رابلل شوې غونډه کې د داعش وسله والو پرضد يې توندې خبرې کړې وې او ويلي وو چې طالبانو سره دې سوله وشي خو داعش سره دې جګړه وشي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG