د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ملتپالو پر سرشمېرنه اندېښنه ښودلې


پښتانه ملتپالي وايي، که څه هم په پاکستان کې د ترسره شوې سرشمېرنې د نتیجو ردولو پرېکړه یې نه ده کړې خو فکر کوي چې له پښتنو سره درغلي شوې ده.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن وویل، د دغه مسلې څېړلو لپاره یې تر اختره وروسته د ګوند غوڼده وربللې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ وویل، ګوند یې د سرشمېرنې په اړه اندېښنې لري او په دې اړه سلا مشوره کوي.

عثمان کاکړ وویل، په سرشمېرنه کې د درغلیو اندازه د قبایلي سیمو له ورکړل شوو شمېرو لګېدلی شي.

د نوموړي په خبره په قبایلي سیمو کې لږ تر لږه یو نیم کروړ انسانان ژوند کوي خو په سرشمېرنه کې یوازې پنځوس لاکه لیکل شوي دي.

د پاکستان شماریاتو ادارې لوړپوړي چارواکي حبیب الله خټک د سیاسي ګوندونو اندېښنې او تورونه رد کړل.

له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه وویل چې اعتراض ــ لرونکي باید کره ثبوتونه وړاندې کړي.

د یادولو ده چې په سیند کې د واکمن پیپلز ګوند حکومت وار له مخه په هغه صوبه کې د ترسره شوې سرشمېرنې نتیجې رد کړې دي.

د دې تر څنګ متحده قومي موومنټ او د فاټا یو شمېر قبایلي مشرانو هم په ډاګه ویلي چې د سرشمېرنې نتیجې ورته د منلو وړ نه دي.

په عین حال کې د پاکستان ټاکنو کمېشن د شماریاتو له په ملک کې د ترسره شوې سرشمېرنې حتمي مالومات غوښتي چې د راتلونکیو انتخاباتو لپاره حلقه بندیاني وکړي.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب - پاڼه لیکلي چې دا غوښتنه د انتخاباتو کمېشن له خوا د قانون او انصاف وزارت ته په لېږل شوي یو لیک کې شوې ده.

په لیک کې ویل شوي چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې حلقه بندۍ باید د ابادۍ پر بنیاد وشي.

لیک زیاتوي چې د هم دې مالوماتو پر اساس به د ۲۰۱۸م کال عامو انتخاباتو ته چمتووالی ونیول شي.

په پاکستان کې د روان کال له مارچه د مې تر پایه سرشمېرنه تر سره شوه. په ډاګه شوې ابتدايي پایلي ښيي چې د پاکستان ټوله ابادي اوس تر ۲۰ کروړه ۷۷ لکه اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG