د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له سرکاري ادارو دې د پوځي امرانو عکسونه لیرې کړل شي'


د پاکستان په سېنېټ کې د حکومتي او اپوزيشن ګوندونو غړیو غوښتنه کړې چې له سرکاري ادارو دې د پوځي امرانو عکسونه له لیرېکولو سره سره د ايين احترام مضمون دې د نصاب برخه وګرځول شي.

د ګل ورځ د واکمن ګوند مسلم ليګ ن سېنېټر چودري تنوير او د اپوزيشن ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر په سېنټ کې بيل بيل قراردادونه جمع کړل.

په قراردادونو بحث کولو پروخت سېنټر فرحت الله بابر وويل چې د پوځي امرانو عکسونه تر اوسه په یوشمير سرکاري ادارو کې لګېدلي چې ترې نړۍ ته ښه پېغام نه ځي نو باید لیرې کړل شي.

د پاکستان پوځي دییکتاتور پروېز مشرف
د پاکستان پوځي دییکتاتور پروېز مشرف

د ذکر ده چې په اېوان صدر کې د پاکستان د ټولو ولسمشرانو عکسونه لګېدلي دي چې پکې د څلورواړو پوځي امرانو ايوب خان، ضياءالحق، یحیا خان او پروېز مشرف عکسونه هم لګېدلي دي. د دې ترڅنګه د یادو پوځي امرانو عکسونه د پوځ په هېډکوارټر (جي اېچ کيو) کې د پوځي مشرانو په حیث هم لګېدلي دي.

سېنټر چودري تنوير په بحث کې د برخې اخېستو مهال وويل، دا د رياست ذمه واري ده چې ولس ته د ايين پحقله پوهه ورکړي او د نړۍ هغه ملکونه چې د خپل ايين احترام يې کړی دی نو ترقي يې کړې ده او هغه قومونه چې د خپل ايين قدر يې نه دی کړی د زوال ښکار دي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ سېنټر سسي پليجو وينا وه چې د ايين درناوي په باب مضمون دې د څلورو واړو صوبو په نصاب کې شامل کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ بیا وويل که د ملک صدر، وزيراعظم، چيف جسټس او پوځي مشر پشمول د ټولو ادارو مشران ايين ته درناوې ورکړي نو ولس به هم ايين ته په درنه سترګه وګوري.

پخوانې سېنټر او په سياسي چارو نظر لرونکې افراسياب خټک وايي حکومت له پکار ده چې د سېنټ په پرېکړو لاس -پورې کړي.

د نوموړي په وینا که د پوځي امرانو عکسونه په جي اېچ کيو کې ځکه لګول شوي چې د دغې ادارې مشران پاتې شوي دي خو په نورو سرکاري ادارو کې په څه وجه عکسونه لګول شوي دي د دې خو هېڅ جواز نه جوړېږي،

د يادونې ده چې په پاکستان کې څلور ځله پوځي مشرانو ايين ماتولو ورستو په اقتدار قبضه کړې ده تر ټولو ړومبې جنرل ايوب خان په ۱۹۵۸ کې، جنرل یحیا خان په ۱۹۶۹ کې، جنرل ضياءالحق په ۱۹۷۷ کې او جنرل پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کې د نواز شريف حکومت ختمولو ورستو په اقتدار قبضه کړې وه.

XS
SM
MD
LG