د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدايت الله: رواج اېکټ د اېف سي ار دویم نوم دی


د قبايلي سيمو د پارلېمان استازي وايي دوی د مرکزي حکومت له خوا جوړ رواج اېکټ او موجوده اېف سي ار قانون کې هېڅ فرق نه ويني.

د باجوړ اېجنسۍ د سېنېټ غړي هدايت الله خان د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دوی ټولو موجوده او پخواني پارلېماني استازو له قبايلي سيمو وکيلانو او بيوروکرېټس سره په شريکه يوه غونډه کړې او ورته يې د رواج اېکټ ژباړل شوې مسوده ورکړې او ورسره ټولو دا منلې چې رواج اېکټ د اېف سي ار دوېم شکل دی.

د نوموړي په وینا دوی اېف سي ار په يو فيصد برخه کې هم نه مني خو په دې قانون کې په ځينو سيمو کې اېف سي ار پاتې کول کېږي کوم چې څوک هم پر دوی نه شي منلی.

سېنېټر هدايت الله زياته کړه چې د باجوړ اتمانخېل او برنګ سيمو کې اېف سي ار پاتې کول غواړي خو دغه تر ټولو پرامنه سيمې دي نو دوی غواړي داسې قانوني مسوده جوړه کړي چې د اېف سي ار نوم ختم شي او ټولو قبايلي سيمو ته لکه د نورو پاکستاني وګړو بشري حقونه ورسېږي.

د دوی په وینا ، په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې دوی په موجوده حالاتو کې له خېبرپښتونخوا صوبې سره شاملېدل غواړي خو که وروسته په پاکستان کې نوې صوبې جوړېږي نو دوی به هم بيا دا غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، ټولو دا ومنله چې له خېبرپښتونخوا سره شاملېدل غواړو خو په دې قانون کې به دا ماده شاملوو چې که چرته پاکستان کې نورې صوبې جوړېږي نو لومړی حق د دوی دی.

د قبايلي سيمو د وکيلانو د اتحاديې فاټا لايرزفورم يو مشر اعجاز مومند هم دا دريځ لري چې رواج اېکټ د قبايلي سيمې اوسېدونکو ته هغه حقونه نه ورکوي کوم چې يو عام پاکستاني ته ترلاسه دي.

نوموړی وايي، د عدالت او انتظاميې بېلتون پکار ده چې وشي، مرستيال پوليټکل ايجنټ دې هلته يوازې انتظامي افسر په حېث کښېني.

ده وویل، عدليه هم بايد ځان له کړی شي، دا ضروري ده چې د رواج ايکټ برخه وي او که دا نه وي نو نو بيا په اېف سي ار او رواج اېکټ کې هېڅ فرق نه شته.

د پارلېماني استازيو په دې کمېټۍ کې موجوده او پخواني استازي، وکيلان او ريټايرډ بيوروکرېټس اخیستل شوي دي کوم چې به د رواج اېکټ د ښه کولو سپارښتنې جوړوي او بيا به يې سېفران وزارت ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG