د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا مشرانو د سرشمېرنې نتیجه رد کړه


نثار مومند
نثار مومند

د پاکستان د شماریاتو ادارې د شپږمې سرشمېرنې ابتدايي رپورټ وړاندې کړی دی چې پکې د پاکستان ټوله ابادي ۲۰ کروړه ۷۷ لکه ښودل شوې دی.

په اسلام آباد کې د وزیراعظم له دفتره خپور شوي بیان کې ویل شوي د جمعې په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د شریکو ګټو سازمان یا د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه وشوه چې پکې د څلور واړو صوبو اعلی وزیرانو تر څنګ نورو چارواکو هم ګډون وکړ.

په غونډه کې د شماریاتو ادارې د شپږمې سرشمېرنې ابتدايي عبوري رپورټ وړاندې کړ.

په وړاندې کړل شوي رپورټ کې د پاکستان ټوله ابادي ۲۰ کروړه ۷۷ لکه ۷۴ زره ۵۲۰ ښودل شوې ده.

د دې شمېرو له مخې ، د پنجاب ابادي ۱۱ کروړه ۱۲ زره ۴۴۲ ، د سیند ابادي ۴ کروړه ۷۸ لکه ۸۶ زره ، د بلوچستان ابادي یو کروړ ۲۳ لکه ۲۳ زره ، د خېبرپښتونخوا ابادي ۳ کروړه ۵ لکه ۲۳ زره ۳۷۱ ، د اسلام اباد آبادي ۲۰ لکه او ۶ زره او د قبایلي سیمو ابادي ۵۰ لکه یو زر ۶ سوه ښودل شوې ده.

په دې اړه د شماریاتو ادارې لخوا ویل شوي دي چې تر دې دمه پر دې سرشمېرنه د صوبو لخوا هېڅ اعتراض مخې ته نه دی راغلی.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې که چېرې راتلونکې وخت کې د کومې صوبې لخوا اعتراضات راغلل نو هغه به لېرې کېږي.

خو د دې ترڅنګ د قبایلي سیمو د پارلېمان غړي او ال فاټا سیاسي اتحاد په دې سرشمېرنه اندېښنې ښودلې دي او وايي دا له قبایلو سره زیاتی دی.

د سېفران لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ مشر او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین وویل چې دوی دا سرشمېرنه په مکمله توګه رددوي ځکه چې دې کې له قبایلو سره ډېر زیاتی شوی دی.

نوموړی وايي ، په دې کې د قبایلو نیمه آبادي هم نه ده ښودل شوې.

هغه زیاته کړې چې دوی به له وزیراعظم او د پوځ له مشر سره په دې اړه خبرې کوي او په پارلېمان کې به هم دا مسله راپورته کوي.

د مولانا جمال الدین په وینا ، دوی به د دې پرضد خپل احتجاج جاري ساتي او تر هغه به احتجاج کوي چې تر څو يې د قبایلو سمه سرشمېرنه نه وي کړې.

د ال فاټا سیاسي اتحاد سېنیر نایب صدر نثار مومند مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره ویره وه چې حکومت به ورسره په سرشمېرنه کې ټګي کوي او هم هغسې وشو.

د نوموړي په وینا چې د دریو اېجنسو د بې کوره کړل شویو خلکو ریکارډ راواخلی نو له ۵۵ لکونه د دې دریو اېجنسو ابادي زیاته ده نو د دې نورو اېجنسو خلک اسمان ته وختل او که ځمکې وخوړل.

د نثارمومند په خبره چې دوی څو واره ویلي دي که د قبایلو سمه شمېره کول غواړي نو چې په شناختي کارډ کې کومه مستفل درک دی نو د هغې په بنیاد دې وکړل شي.

د ده په وینا ، بیا به مالومه شي چې قبایل دوه نیم کروړه دي که نه دي ځکه چې قبایل کله کارډ جوړوي نو په نورو ضلو کې يې ورله نه جوړوي که هغه په کراچۍ کې وي او که په لاهور کې وي نو ورته وايي چې خپلو سیمو ته لاړ شي نو دا سرشمېرنه قبایلو ته هېڅ نه ده منظور.

په ۱۹۹۸م کال کې شوي سرشمېرنه کې د پاکستان ټوله آبادي ۱۳ کروړه ۲۳ لکه ۵۲ زره ۲۷۹ ښودل شوې وه چې پکې د قبایلي سیمو آبادي ۳۱ لکه ۷۶ زره ۳۳۱ ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG