د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نشته'


د پاکستان قامي سلامتيا کمېټۍ د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې پر پاکستان تور لګول شوی وو چې دلته د ترهګرو پټنځايونه جوړ دي.

دا غونډه د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې وشوه چې مشري يې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي وکړه.

يادې غونډې د امريکايي صدر له خوا د سويلي ايشيا لپاره جوړې پاليسۍ بيانولو پر وخت په پاکستان لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړل او ويې ويل چې امريکا په افغانستان کې د عملياتو لپاره له ۲۰۰۱م راهسې د پاکستان هوايي حدود کاروو او د امريکې دا دعوه چې پاکستان ته په اربونو روپۍ امداد ورکوي دا په اصل کې د فضايي لار د استعمالولو او نورو اسانتياو په خاطر ورکول کېده. خو د دې هر څه پرته بايد نړۍ ومني چې په دې جنګ کې پاکستان د زرګونو ولس قرباني ورکړې او ۱۲۰ اربه ډالره زيان يې هم کړی.

له غونډې وروستو د پاکستان د بهرنيو چارو مرکزي وزير خواجه اصف په سينيټ کې پاليسي بيان هم ورکړی او هغه ټولې خبرې يې تکرار کړي چې د قامي سلامتيا کميټۍ د غونډې وروستو جاري شوي اعلاميه کې ليکل شوي دي.

خواجه اصف د سينيټ غونډې وروستو مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي چې دوي د ګاونډي ملګرو هېوادونو سره ليده کاته پېل کوي او په لومړي پړاو کې به د چين دوره کوي.

"په راتلونکي کې چې په منطقه کې زموږ کوم ګاونډي ملګري هېوادونه دي د هغوي سره به ملاقات کوو، لومړی بيجنګ ته ځم او هڅه مو ده چې له هغې وروستو ماسکو ته ولاړ شم"

د خارجه چارو د وزير وروستو وزيراعظم شاهدخاقان عباسي هم په سينيټ کې وويل چې دا د ملک لپاره يوه مهمه مسله ده او له ټولو پرېکړو به قامي اسمبلي او سينيټ خبروي.

"دا د هېواد لپاره يوه نازکه مسله ده، تېره ورځ د کابينې غونډه هم درې ګنټې پورې روانه وه، نن د قامي سلامتيا غونډه له څلورو ګنټو زياته وشوه او په دې ټولو حالاتو بحث وشو، ټولې شوې پرېکړې به ستاسو وړاندې راوړو"

د قامي سلامتيا کميټۍ له غونډې وروستو جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان د يو ګاونډي هېواد په حېث په افغانستان کې امن او ثبات غواړي. د افغان جګړې له کبله کډوال، نشيي توکي او وسله راغله او د پاکستان پرضد په افغانستان کې محفوظه پټنجايونه جوړ شو چرته نه چې د پاکستان پرضد وسله والې ډلې بريدونه کوي.

د قامي سلامتيا کميټۍ کې ويل شوي چې نړيواله ورورولي دې په شريکه د افغانستان نه د وسله والو پټ ځايونه ختم کړي، د پولې د څارنې نظام ښه کولو، د افغان کډوالو واپسي او د افغانستان کړکېچ د سياسي حل لپاره دې مرستې وکړي.

اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې پاکستان له کلونو راهسې د امريکا او افغانستان سره په شريکه په جنګ ځپلې افغانستان کې د امن په خاطر کار کړی. يو اوږد پوځي کمپاين افغانستان ته تباهي ورکړې او په زرګونو ولس يې وژلی دی. پاکستان د افغانستان خپلواکه او د افغانستان په مشرۍ د امن په خاطر پورته کېدونکي هر ګام ملاتړ کوي.

د اعلاميې ترمخه پاکستان د وسله والو پرضد بې له توپيره کاروايانې کوي او د ترهه ګرۍ پرضد د پاکستان عملياتو ثابت کړي چې دا ختمېدلی شي، پاکستان تيار دی چې د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه خپله تجربه شريکه کړي.

د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې يو وارې بيا د دې خبرې تکرار کړی شوی چې پاکستان به کله هم خپله ځمکه د بل کوم هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي او له خپلو ګاونډيانو هم دا تمه لري.

د هند په اړه د قامي سلامتيا کمېټۍ کې ويل شوي چې هند د پاکستان بې ثباتي غواړي،د ګاونډي هېوادونو په دننې معاملو کې ګوتې وهي او ترهه ګري د رياستي پاليسۍ په توګه کاروي. پاکستان يو ذمه واره اېټمي رياست دی او دغه اثاثې په محفوظه لاسونو کې دي کوم چې ټوله نړۍ منلې.

شاوخوا پينځه ګنټې روانه دا غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ وشوه چې پکې خارجه وزير خواجه اصف، د خزانې وزير اسحاق ډار، د کورنيو چارو وزير احسن اقبال، د دفاعي چارو مرکزي وزير خرم دستګير، د درې واړه ځواکونو مشرانو، د قامي سلامتيا سلاکار ليفټننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه او د استخباراتي ادارې اي اېس اي مشر لېفننټ جنرل نويد مختار ترڅنګ نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG