د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان ښو اړيکو لپاره په پارلېماني کچه خبرې اترې ضروري دي


د پاکستان په سېنېټ کې جوړ د هندو پاک دوستۍ ګروپ له خوا په يوه غونډه کې سپارښتنې ورکړي چې پکې ويل شوي د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کولو لپاره په پارلېماني کچه دې خبرې اترې وکړې شي.

د پاکستان په سېنېټ کې جوړ د هندو پاک دوستۍ ګروپ له خوا په يوه غونډه کې سپارښتنې ورکړي چې پکې ويل شوي د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کولو لپاره په پارلېماني کچه دې خبرې اترې وکړې شي.

دا غونډه د چارشنبې پر ورځ شوې چې مشري يې سېنېټر کريم خواجه وکړه، پر دې مهال د بهرنیو وزارت چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ په تعلقاتو د دې ګروپ غړي خبر کړل.

د يادې ډلې يوې غړې ستاره اياز د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د يو هېواد په پارلېمان کې د بېلا بېلو ملکونو لپاره داسې ګروپونه جوړېږي کوم چې په سفارتي او پارلېماني کچه ملاقاتونه کوي.

دې وویل، هم دوی کولې شي چې د هېوادونو ترمنځ کوم واړه واړه اختلاف مخې ته راځي هغه له منځه يوسي.

نوموړې وايي، که د دواړو خواو پارلېماني ډلې له يو بل سره ملاقات کاته وکړي نو داسې به د مذاکراتو خنډونه ختم شي.

د دې غونډې په پای کې دا پرېکړه هم وشوه چې په اسلام اباد کې د هند سفارتي استازی به رابلل کېږي او ورسره به په عمومي حالاتو بحث کولی شي. له دې وروسته به د هند د پاکستان لپاره جوړه ډله هم پاکستان ته رابلل کېږي"

ستاره اياز زياته کړه چې که د خبرو اترو دا لړۍ پېل شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو خبرونه مخې ته راتلل کمېدلی شي ځکه چې د يو راپور ترمخه دې کال کې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله ۶۰۰ جنګونه شوي دي.

په دې غونډه کې ويل شوي چې د سياسي مشرانو ترڅنګ د پوځي استازو، د خارجه وزارت په کچه او د دواړو هېوادونو د پارلېماني غړو ترمنځ د اړيکو ښو کولو لپاره خبرې اترې پکار دي.

تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د ځوانانو يوه شل کسيزه ډله د امن کنفرانس لپاره هند ته تللې وه چرته چې يې د سياسي خلکو ترڅنګ،د رسنيو د غړو او له زده کوونکو سره ملاقاتونه کړي وو.

د دغه ډلې يوه غړې ناظره سيد وايي چې د دواړو هېوادونو ولس له يو بل سره تګ راتګ او ښې اړيکې غواړي خو رسنۍ له کرکې ډک خبرونه خپروي او په خصوصي توګه د هند ميډيا د پاکستان پرضد منفي پراپيګنډا کوي کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرامنه اړيکو ته زيان رسولی شي.

د ناظره سيد په وینا چې په دغه کنفرانس کې د ۳۳ هېوادونو د ځوانانو ډلې راغلې وې خو هندي ميډيا غوښتل يوازې له دوي سره خبرې اترې وکړي کوم چې وروستو په يو بل انداز کې په رسنيو کې خپرې شوې هم وې.

د ذکر ده چې د هند او پاکستان ترمنځ وخت پر وخت په اېل او سي يا لاين اف کنټرول باندې ډزې کېږي او پاکستان بيا بيا ادعا کوي چې هند عام ولس په نښه کوي خو په داسې حال کې د سېنېټ د پاک هند دوستۍ ډلې ټينګار کړی چې هر کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې هوار کړی شي او دې لړ کې يې د يادې ډلې له غړيو د هند او پاکستان د اړيکو ښو کولو لپاره وړاندېزونه هم غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG