د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت د ایین په ۶۲ او ۶۳ مادو کې بدلون غواړي


وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې د ايين په ۶۲ او ۶۳ دفعو کې د بدلون راوستلو مسله به د پارليمان مرکزي کميټۍ ته وړاندې کوي.

د پارلمان په دې کمېټۍ کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند او اتحاديانو ترڅنګ د نورو ګوندونو غړي هم شامل دي.

د نهې په ورځ د قانون مرکزي وزير زاهد حامد د قامي اسمبلۍ غونډې ته ويلي چې حکومت غواړي د ايين ۶۲ دفعې په ون ایف کې به بدلون راولي.

زاهد حامد ويلي چې په ايين کې د نااهلۍ موده نه ده ښودل شوې او دوي غواړي چې دا موده له پينځو کالو زياته نه وي.

په ايين کې د یاد بدلون راوستلو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د جولايي پر ۲۸مه نېټه د واکمن ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم نوازشريف عدالت د شتمنيو نه ښودلو په تور نااهله ګرځول شوی وو.

د پاکستان بېلا بېل سياسي ګوندونه دا دريځ لري چې په دې وخت کې په ايين کې بدلون يوازې د يو تن لپاره کېږي.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر او د پيپلز ګوند غړي خورشيد شاه د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي چې دوی به د ايين په ۶۲ يا ۶۳مه دفعو کې د بدلون ملاتړ نه کوي ځکه چې د دې پر شا د يو تن د بچ کولو موخه په نظر راځي.

خورشيد شاه وویل ، "دا وخت د دې نه دی چې ۶۲ او ۶۳مه دفعه ختمه کړل شي ځکه چې د دې پرشا يو مقصد ښکاري او هغه مقصد د يو تن بچ کول په نظر راځي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان پيپلزګوند په دې وخت کې هېڅ داسې اييني بدلون ته غاړه نه ږدي د کوم تر شا چې قام ته دا په نظر راځي چې کوم د پارليمان غړی ګېر شي نو د هغوي لپاره قانون جوړېږي او ظاهره ده اوس د نوازشريف د بچ کولو لپاره دا هر څه کېږي.

پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي د دې اييني بدلون ملاتړ نه کوي او وايي چې دوي به يې په هر ډګر مخالفت کوي.

د عمران خان وکيل او د پاکستان تحريک انصاف غړي بابر اعوان ويلي چې په نړۍ کې يو قانون هم د يو تن لپاره نه جوړېږي بلکې د ولسي ګټو په خاطر قانون سازي کېږي.

هغه وویل ، "دا د شل کروړه ولس لپاره بدلون نه کېږي، دا د شريف کورنۍ لپاره کېږي چې د درغلۍ تورونه پرې لګېدلي.

بابر اعوان زیاته کړه چې داسې په لسګونه فېصلې په دنيا کې شته چې د يو تن لپاره کله هم قانون نه شي جوړېدای نه يې په حق کې او نه يې پرضد، د دواړو اجازت نشته"

مرکزي حکومت دريځ لري چې د ايين دفعه ۶۲م ون اېف کې بدلون راولي د کوم ترمخه چې د پارليمان د يو غړي لپاره دا ضروري ده چې هغه عاقل، صالح، پرهېزګار وي او د قانون له خوا ورته کومه سزا نه وي اورول شوې.

د قانوني چارو کارپوه او د قانون پخوانی وزير افتخار ګيلاني وايي چې دا سم قانون نه دی ځکه چې د هېڅ يو چا په اړه څوک هم نه شي ويلای چې هغه نېک او صالح دی، بايد وړاندې دا قانون ختم کړل شوی وای.

افتخار ګيلاني زیاته کړه چې "قران او حديث هم دا وايي چې څوک هم د چا په اړه دا نه شي ويلای چې هغه صالح دی يا نه بلکې دا يوازې الله ته مالومه ده.

ده وویل ، دا په ايين کې يو غلط څيز راغلی چې زه يې خپله هم ملګری نه يم"

يو شمېر سياسي ګوندونه پر مرکزي حکومت دا تور هم لګوي چې په تېرو وختونو کې دوي په ايين کې د دې بدلون ملاتړ نه وو کړی او اوس يوازې د خپلو ګټو لپاره دا بدلون راوستل غواړي.

د پاکستان د ايين دفعه ۶۲مه د هغه شرطونو په اړه ده چې د يو پارلمان د غړي لپاره ضروري وي.

تر دې دفعه لاندې د پارليمان د غړي لپاره ضروري ده چې هغه ريښتونی، امانتدار، د اسلامي قانون نه ماتوونکی او د لويو ګناهونو نه ځان ساتونکی وي.

دفعه ۶۳مه د نااهله ګرځولو قانون دی او مرکزي حکومت غواړي چې د نااهله ګرځولو يوه خاص موده هم په دې دفعه کې شامله کړل شي.

XS
SM
MD
LG