د لاسرسي ځای

د پاکستان یو شمېر سياسي ګوندونو د پاکستان په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونې بې ځایه بللې دي او د هغه غندنه یې کړې ده.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر وینا وروسته د پاکستان په سېنېټ کې تحريک التوا جمع کړل شوی په کوم کې چې د سېنټ د ټولې کاروايي بندلو او د هغه پر بیان د بحث غوښتنه شوې ده.

بل خوا د پاملرنې یو نوټس له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم سېنټ ته ور بلل شوی دی چې پر دې مسله خبرې وکړي.

د پاکستان پېپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر مشال راډيو ته وویل چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې بیان سره په سيمه کې د امن هڅو ته زيان رسېدلای شي.

فرحت الله بابر زیاته کړه چې اوس به پاکستان هم خپل موقف وړاندې کوي او پر ځان د لګېدلو تورونو لرې کولو لپاره به د وسله والو پرضد هر ډول ګامونه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان مقتدر خلک هم باید دلته په نورو نومونو د رامنځ ته شوو ډلو په اړه فکروکړي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وایي پاکستان نه د وسله والو مرسته کوي او نه یې پټنځايونه ورکړي دي.

ده وویل چې د امريکا تګلاره د تعصب پر بنياد جوړه شوې ده او داسې تګلاره نه د انسانانو د بهترۍ لپاره ده او نه په سیمه کې د امن په حق کې ده.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو وايي د ترهګرۍ پرضد جنګ او په افغانستان کې د امن پر ځای کولو لپاره د پاکستان قربانۍ تر ټولول زياتې او ټولو ته مالومې دي.

افتاب احمد خان شيرپاووویل ، اوس پاکستان ته پکار ده چې امريکا ته يو جامع جواب ورکړي او دا ورته ښکاره کړي چې نه خو د وسله والو مرستې کوي او نه پټنځايونه لري او پاکستان د سيمې امن غواړي.

د عوامي نېشنل ګوند د سېنېټ غړې ستاره اياز وايي چې افغانستان ته د امريکا نور پوځ رالېږل د هوښيارتيا خبره نه ده او له دې سره په سيمه کې د امن پر ځای جنګ زياتېدای شي.

ستاره اياز زیاته کړه چې د امريکا پر پاکستان باور ختم شي او داسې تورنه لګوي نو د دې زيان بهامريکا ته هم رسېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره خپله تګلاره وړاندې کړه.

پر دې مهال ولسمشر ټرمپ وویل ، پاکستان زیاتره وخت د ګډوډۍ ، تشدد او ترهګرۍ استازو ته پټنځایونه ورکوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان ، امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو له خوا داسې تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG