د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د وسله والو پرضد يې بې توپیره عمليات کړي


د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرل اصف غفور وویل چې امريکايي چارواکو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په بلنه د پاکستان د مختلفو سيمو دورې هم وکړې او دوي وکتل چې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوې او وسله وال په کې تربيتي مرکزونه نه لري.

میجر جنرل اصف غفور وايي د امریکا نوې پالیسۍ په اړه بيان به د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ورکوي خو د ده په خبره په پاکستان کې د وسله والو په منظمه توګه موجودګي نشته او د ټولو وسله والو پرضد يې بې توپيره عمليات ترسره کړي دي.

اصف غفور د ګل پر ورځ په راولپنډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل ، " تر څو چې د حقاني شبکې خبره ده نو پر دې ډیرې خبرې شوې دي او چې تر کله موږ ضرب عضب عمليات نه وو پېل کړي نو هغه وخت سيمه له وسله والو نه وه پاکه کړل شوې نو هلته د حقاني شبکې پټنځایونه کیدای شي وو خو موږ د ټولو پوځي عملياتو له لارې سيمې له وسله والو پاکې کړې دي او د وسله والو پرضد مو بې له توپیره ګامونه پورته کړي دي".

نوموړي وویل چې د امریکا د پوځي مشرانو او سينېټرانو دوو پلاوو په دې وروستيو کې د پاکستان سفر کړی دی.

د ده په خبره دغه امريکايي چارواکو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په بلنه د پاکستان د مختلفو سيمو دورې هم وکړې او دوي وکتل چې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوي او وسله وال پکې تربيتي مرکزونه نه لري.

میجر جنرل اصف غفور په خبري غونډه کې دا هم وويل چې په پاکستان کې د ولسي حکومت او پوځ ترمنځ په اړيکو کې څه ستونزه نشته.

نوموړي دا خبره تکرار کړه چې د ولسي حکومت او پوځ په اړيکو کې تقسیم نشته . دا وايي کېدای شي ځیني اختلافات وي خو له تقسیم سره يې تعبیر نه شې ورکړل کېدای.

اصف غفور زياته کړه چې د سېنټ د چیرمین په وړانديز که د ادارو ترمینځ څه ډول مکالمه راجوړه شي نو پوځ به پکې برخه اخلي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان سېنټ د هېواد له ولسي حکومت، پوځ او عدليې سره د واک پر سر پر ادارتي کچه د خپل منځي خبرو اترو پیلولو منظوري ورکړې ده.

د ولسي حکومت، پوځ او عدليې له مشرانو سره د خبرو اترو پيلولو دا وړانديز د سېنټ مشر رضا رباني د زيارت په ورځ هغه مهال ورکړ چې کله په غونډه کې د پانامه اسنادو په اړه د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته پر رامنځ شويو سياسي حالاتو بحث کېدی.

سپريم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه پخوانی وزيراعظم نوازشريف له دې کبله نا اهله ګرځولی وو د ۲۰۱۳م کال انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ په کاغذونو کې یې د هغې تنخا یادونه نه وه کړې د کوم چې دی حقدار وو خو اخیستې یې نه وه.

نواز شریف وروسته د دې فيصلې په رڼا کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه.

XS
SM
MD
LG