د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیر اعظم خاقان عباسي له زړه فاټا اصلاحات غواړي'


وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په فاټا اصلاحاتو باندې د سېفران وزارت او د سېفران لپاره د قامي اسمبلۍ له قایمه کمېټۍ رپورټ غوښتی او ویلي یې دي چې حکومت او د فاټا پارلېماني غړي په ګډه د قبایلي ولس په قامي بهیر کې د شاملولو لپاره خپل کردار ادا کوي.

په اسلام آباد کې د شنبې/اتوار په ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په یوه بیان کې ویلي چې حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجیده دی او غواړي چې ژر تر ژره قبایلي ولس په قامي بهیر کې شامل کړي.

په دې موقه وزیراعظم د سېفران وزارت او د سیفران لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ د فاټا اصلاحاتو په اړه رپورټ وغوښتلو چې د دغه رپورټ په رڼا کې فاټا اصلاحات مخ په وړاندې بوتلل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني مشر ناصرخان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له دوی سره ژمنه کړې چې فاټا اصلاحات به سر ته رسوي. د نوموړي په وینا چې د وزیراعظم تر دې حکم روستو به د قبایلي سیمو د پارلمان غړي په راتلونکیو دوو ورځو کې د سیفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ سره ملاقات کوي چې دا عمل مخ په وړاندې بوځي.

ناصرخان اپرېدي وویل وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي له دوی سره په فاټا اصلاحاتو باندې خبرې کړي دي چې خامخا به په دې اصلاحاتو باندې غور کوي خو چې تاسو ټول پرې متفق شئ نو بیا ده له سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ سره ملاقات وکړ نو هغه هم دا خبره وکړه چې حکومت اوس دې اصلاحاتو ته وروستۍ بڼه ورکول غواړي نو اوس به په دې ورځ دوو کې ملاقات کېږي نو چې في الحال کوم اصلاحات ممکن وي او په هغې د فاټا ټول د پارلمان غړي متفق وي نو دوی به یي خامخا کوي.

د یادونې ده چې د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د فاټا د سېنېټ غړیو له نوي منتخب شوي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات کې هم غوښتنه کړی وه چې له قبایلي سیمو دې ژر تر ژره ایف سي ار لیرې کړل شي او رواج ایکټ د ایف سي ار دویم نوم دی چې دوی ته په هېڅ ډول نه دی منظور نو باید چې قبایلو ته هم لکه د نور پاکستان په رنګ نظام وغځول شي.

XS
SM
MD
LG