د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ځواکونو د جمرود پریس کلب څلور ساعته تړلی


د جمرود پریس کلب
د جمرود پریس کلب

د خیبر ایجنسۍ د جمرود پریس کلب غړي وایي چې د شنبې په سهار وختي امنیتي ځواکونو او خاصه دارو جمرود پریس کلب ته تاله ولګوله او بند یې کړ چې له کبله یې خبریالان پریس کلب ته نه شو ننوتلای.

د دوی په وینا ، دا له هغه وروسته وشو چې تیره ورځ د څاروو کاروبار کونکو کسانو په جمرود پریس کلب کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې دوی کله د افغانستان نه د اختر د قربانۍ څاروي راوړي نو امنیتي ځواکونه یې د خیبر درې په بیلا بیلو چیک پوسټونو را ایساروي او لویې جرمانې او غیر قانوني روپۍ ور څخه اخلي.

د پریس کلب غړو وویل چې د دې په غبرګون کې امنیتي ځواکونو پریس کلب وتاړی او تر څلور ساعتونو پورې یې څوک دننه نه پرېښودل.

وروسته د امنیتي ځواکونو ، پولیټیکل انتظامیې چارواکو او خبریالانو ترمنځ خبرې اترې وشوې او پریس کلب بیرته پرانستل شو.

د جمرود پریس کلب مشر خبریال ساجد اپریدي مشال راډيو ته وویل چې د ځايي سوداګرو د پریس کانفرنس په عکس العمل کې دغه پریس کلب تړلی وو او دوی له امنیتي ځواکونو سره مزاکرات وکړل هغوي هم خپله غلطي ومنله او څه ګیلې یې هم وکړې خو پریس کلب یې پرانستی.

د جمرود پریس کلب یو بل غړي امیرزاده اپریدي وویل چې په قبایلي سیمو کې صحافت کول ډير ګران کار دی.

د ده په وینا ، سرکاري چارواکي دوی ته د خبر جوړولو پر وخت خپل دریځ نه ورکوي او چې دوی هره هڅه وکړي خو بیا هم بریالي نشي نو ځکه په خبرونو کې حکومتي دریځ نه وي.

د جمرود پولیټیکل انتظامیې چارواکو وویل چې په دې پریس کانفرنس کې ځینې افغان وګړي هم ناست وو او د پاکستان امنیتي ځواکونو پرضد یې خبرې کړې وې.

د پولیټیکل انتظامیې چارواکو وویل چې هغه کسان یې نویلي دي تر پوښتنو ګروېږو وروسته به یې خوشي کړي.

خو د ازادو سرچینو له خوا دا نده مالومه شوې چې دا افغان وګړي څو کسان وو او روښتیا یې هم د امنیتي ځواکونو پرضد خبرې کړې دي او که نه.

XS
SM
MD
LG