د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نواز شریف او زامن دې یې نېب ته وړاندې شي'


د پاکستان احتساب قامي ادارې(نېب) د پاکستان پخواني وزير اعظم او د هغه زامنو ته نوټس جاري کړی چې د جمعې په ورځ دې نېب ته وړاندې شي.

واضحه دې وي چې د پاناما اسنادو کېس کې د جي ای ټي په رپورټ سپريم کورټ خپله فيصله کې احتساب ادارې ته امر کړی وو چې د نواز شريف د کورنۍ پرضد دې په شپږو هفتو کې دننه حوالې جمع کړل شي.

د سپريم کورټ تر حکم لاندې قامي احتساب ادارې نواز شريف د هغه زامن او د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ورغوښتی دی.

د پلټنو لپاره د نېب لخوا دوه ګډې پلټنيزې ډلې جوړی کړې شوې دي يوه به لاهور او بله به اسلام اباد کې د نواز شريف د کورنۍ په لندن کې د موجوده فؒليټونو او په سعودي عرب کې د اسټيل ملونو مالي چارو په اړه پلټنې کوي.

ايا په ګدې پلټنېزې ډلې يا جی آيي ټي کې د قامي احتساب ادارې د غړو موجودګي او د هغې د سپارښتنو راتلو پس هم نېب نوره کارروايي کولې شي؟؟ د دې سوال په ځواب کېد قانون چارو کار پوه نور عالم خان ايډوکېټ زياتوي..

(د نېب غړې په جی آئي ټي کې د يو نماينده په توګه ناست وو او د خپل خصوصي هنر چې پلټنې به څنګه کوې د هغې مقصد لپاره هلته ناست وو.جی ائي ټي په اجتماعي توګه فېصله ورکړې وه خو اوس دا کېس يو ادارې ته راغلو دوې به يې نور تحقيقات کوي خو د خلکو په ذهن کې دا خبره چې ګينې د اڅومره پيسه چې ده دا به پاکستان ته راشي يا به حکومت يا ولسله دوباره ورکړې شي نو داسې هېڅ نشته.)

هم په دې اړه د سياسي چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري وايې چې لومړی سپريم کورت،بيا جی آئي ټي او اوس نېب ته وړاندې کېدو سره د نواز شريف مشکلات په زياتېدو ښکاري او بله دا چې د نوازشريف سياسي وړتيا ته زيان رسېدلی شي هغه ته به له احتياطه کار اخېستل وي.

(که د نواز شريف انداز هم داسې د غصې ډک وي او په ادارو تورونه لګوي لکه چې څنګه يې په اوسنۍ احتجاجي ريلي کې وکړه نو زما په خيال د پاکستان دننه سياسي حاؒلات د شخړو سره مخ کېدي شي.خو بل خوا دا هم ده چې د احتساب چې کومه لړۍ روانه ده که دا سر ته ورسي نو په راتلونکې وخت کې به په پاکستان کې د کرپشن مخ نيوې وشي او هاغه خلک چې کوم د خپلو عهدو غلطه فايده اخلي د هغوي په زړه کې به هم د احتساب ويره وي.))

د جولايۍ په اته ويشتمه نېټه د پاناما اسنادو په کېس کې د پاکستان سپريم کورټ جی آئي ټي رپوړت نه پس وزير اعظم نواز شريف نا اهله ګرځولې وو او نېب ته يې د نواز شريف د کورنۍ خلاف حوالې د جمع کولو امر کړی وو .

بل خوا پخواني وزير اعظم نواز شريف د سپريم کورټ لخوا د خپلې نا اهلۍ په فېصله بيا کتنې لپاره درې درخواستونه جمع کړي دي او په يو ځانګړي درخواست کې دا غوښتنه شوې چې د بيا کتنې تر فېصلو راتلو دې د پاناما کېس په ٖفېصله نور عمل ودرول شي

XS
SM
MD
LG