د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب المجاهدین ترهګر ګرځولو پاکستان مایوسه کړی


د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا

د امریکا وینا ده چې په حزب المجاهدین بندیز لګولو سره به دا ډله د ترهګریز بریدونو لپاره فندډونه د راټولوو نه ودروي.

پاکستان وایې چې د امریکا لخوا د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله وال تنظیم حزب المجاهدین نړیوال ترهګریز تنظیم ګرځولو نه ورته مایوسي شوې ده.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا وینا وه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق پاکستان به د کشمیریانو جدوجهد لپاره خپل سیاسي، سفارتي او اخلاقي مرسته جاري ساتي.

تیره ورځ امریکا د هند ترواک لاندې کشمیر کې وسله وال تنظیم حزب المجاهدین نړیواله ترهګره ډله ګرځولې او بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د امریکا د خارجه محکمې لخوا جاري شوې بیان کې ویلې شوې دي چې حزب المجادین نړیواله ترهګریزه ډله ګرځولو سره اامریکا خپل اولس او نړیوالې ورورولې ته دا ویل غواړي چې دا یوه ترهګریزه ډله ده، په داسي وسل والو او ترهګریزو ډلو د امریکا مالیاتي ادراو پر استعمال بندیز لګول شوې.

د امریکا وینا ده چې په حزب المجاهدین بندیز لګولو سره به دا ډله د ترهګریز بریدونو لپاره فندډونه د راټولوو نه ودروي.

د دې بندیز ترلاندې اامریکا کې د حزب المجاهدین شتمني یا اثاثې هم ضبط کړې شوې دي او د امریکایي ولس به له دې تنظیم سره په هر ډول تعلقاتو بندیز وي.

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال رحیم الله یوسفزې وایي دا بندیزونه به په وسله والې ډلې حزب المجاهدین هېڅ عملي اثر و نه غورځوي خو د پاکستان او امریکا اړیکې ترې خرابیدلی شي.

’د بندیزونو به څه اثر په حزب المجاهدین او په سید صلاح الدین نه وي خو دا یو علامتی خبره ده چې دغه تنظیم او مشر یې ترهګر دي او هغې که فرض کړې چې پاکستان کې اوسیږي او فعالیت لري نو په پاکستان به فشار زیاتیږي چې پاکستان هم د دې پر ضد څه اقدام وکړي خو پاکستان به داسي اقدام ونه کړي ولې چې کله امریکا سید صلاح الدین د ترهګرو نوم لړ کې شامل کړو نو پاکستان پرې انتقاد کړې وو نو په دې وجه د پاکستان او امریکا د اړیکو ښه کیدو امکانات کم دي او د خرابیدو زیات.‘

واضحه دې وي چې د روان کال په جون میاشته کې د هند د وزیراعظم د نریندر مودی د دورې په موقع اامریکا د یاد وسله وال تنظیم مشر نړیوال ترهګر ګرځولې وو.

سید صلاح الدین نړیوال ترهګرې ګرځولو په اړه پاکستان خپل ردعمل کې ویلي وو چې دا ناحقه فیصله ده او د کشمیریانو د خپلۍ ازادې لپاره جدوجهد قانوني دې.

وسله واله ډله حزب المجایدن د هند پرضد کشمیر کې د ازادۍ لپاره د مبارزې کولو دعوا لري.

د هند ترمخه چې د یاد وسله وال تنظیم مشر سید صلاح الدین د پاکستان نه کشمیر کې مهم چلوي.

هند کال ۲۰۱۱ کې پاکستان ته چې د کومو وسله والو نوملړ ورکړې وو نو په هغې کې د سید صلاح الدین نوم هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG