د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان ته نورې هلیکوپټرې ورکوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د څلور کلن امنیتي پلان له مخې ژمنه کړي چې افغانستان ته کافي اندازه هیلېکوپټرې ورکوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزيري د چارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره ځانګړي بودجه په پام کې نیولې چې له مخې به یې په روان کال کې څلور بلک هاک هیلکوپترې افغان لوري ته وسپارل شي.

هغه وویل په دې لړ کې د وخت غوښتنه دا ده چې د پخوانیو روسي الوتکو او تجهیزاتو ځای ورو ورو امریکايي پوځي وسایل ونیسي.

د امریکا د هوايي ځواکونو لپاره بودجه ځانګړي کړې چې افغان هوايي ځواک په پښو ودروي، په دې پلان کې یو هم د بلک هاک هیلکوپترې دي چې زموږ ځواکونو ته یې ورکوي او بالاخره همدا بلاک هاک هیلکوپترې د روسي الوتکو ځای نیسي.

ښاغلی وزیري د دې کار دلیل د اوسنیو روسي هیلکوپترو د پرزو سخت اکمالات، د امریکا له خوا د افغان هوايي ځواک روزنه او د وخت اړتیا یادوي.

افغان ځواکونه دا وخت د هندي او امریکايي هیلکوپترو تر څنګ د ګوتو په شمیر روسي ME17,ME35,ME27 هیلکوپترو څخه هم استفاده کوي.

په داسې حال کې چې افغان هوايي ځواکونه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو تر څنګ څو ډوله امریکايي هیلکوپترې لري خو بلک هاک دغو ځواکونو ته نوي ورکول کیدونکي هیلکوپترې دي چې د افغانستان دفاع وزارت یې د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي.

له دې وړاندې روسیې ویلي وو چې غواړي له افغان حکومت سره د هیلکوپترو په برخه کې پروژه مخته یوسي هغه څه چې دفاع وزارت یې د امکان په صورت کې نه ردوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده وايي افغان ځواکونه لاسنیوي ته اړتیا لري او دا که د هر دولت لخوا وي باید هر کلی یې وشي.

اخندزاده مشال راډيو ته وویل دا وخت جګړه تر ډېره جبهه یي شوې چې هوايي ځواک پکې مهم رول لري.

که زموږ له هوايي ځواکونو سره هر ډول او هر څوک مرسته کوي مهمه ده خو دا باید داسې وي چې زموږ ځواکونه ورڅخه استفاده وکړای شي او ګټورې وي،دا الوتکې باید داسې نه وي لکه په تېر کې چې امریکا یواځې د ټرانسپورټ لپاره ورکړې وې بلکې باید د وخت د اړتیا مطابق وي.

د روان لمریز کال په پیل کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر د افغانستان د امنیتي او دفاعي انکشافي پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

په دغې پلان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ افغان ځواکونو ته د امریکايي پرمختللو وسایلو په سپارلو ټینګار شوی هغه څه چې کابل او واشنګټن یې د وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم ګام بولي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG