د لاسرسي ځای

د سري لنکا کرکټ شورا مشرویلي چې ملي لوبډله به یې د سږني کال په سیپتمبر مياشت کې د يوې شل اووريزه (ټوینټي) لوبې لپاره لاهور ته ځي. د شورا مشر تلنګا سماتيپالا ويلي چې د امنیت څارلو یوه کاري ډله هم پاکستان ته لېږي.

د دې ترڅنګ د کراچۍ ښاروال وسيم اختر هم غوښتنه کړې چې د پاکستان او سري لنکا ترمنځ يوه لوبه دې په کراچۍ کې هم وکړل شي ځکه چې دا د ملک تر ټولو لوی ښار دی.

د سري لنکا کرکټ بورډ د مشر ترڅنګ د پاکستان کرکټ بورډ نوي مشر نجم سيټي هم په يوه مرکه کې ويلي چې د نړيوال کرکټ کونسل (اي سي سي) یوه امنیتي ډله یې ورځ دوو کې هېواد ته ورروانه ده چې د لوبې لپاره امنیتي چارو ته وروستۍ بڼه ورکړي.

د نوموړي په وینا چې په دې دوره کې به ورلډ الېون په لاهور کې څلور شل اووريزه لوبې کوي او اوس وخت راغلی چې سري لنکا په پاکستان کې د نړیوال کرکټ بحالۍ لپاره د پاکستان مرستې وکړې ځکه چې هلته د وسله والو پرضد پاکستان له هغوی سره مرستې کړې وې.

د سري لنکا ممکنه دوره د پاکستان کرکټ لپاره څومره ارزښت لري او ايا دا به په پاکستان د نړيوال کرکټ بندې دروازې خلاصې کړي او کنه، په دې اړه کارپوه او کرکټ روزونکی علي هوتي وايي چې په ۲۰۰۹م کال کې بريد د سري لنکا په لوبډله شوی وو او اوس که هغوی راشي نو نړۍ ته به دا پېغام ولاړ شي چې په کومه لوبډله بريد شوی وو هغه پاکستان ته ورتللی شي نو دا هېواد د لوبو لپاره يو پرامنه ملک دی.

د علي هوتي په وېنا چې د پاکستان ګاونډي هېوادونه افغانستان او هند هم بايد د نړيوال کرکټ په بحالۍ کې خپل کردار ولوبوي او د سري لنکا لوبډلې ته سلام پکار دی ځکه چې هغوی هر څه په سترګو ليدلي وو بيا هم راځي نو ګاونډي هېوادونه خو پکار ده چې تر دې زيات کردار ادا کړي.

د یادولو ده چې د سري لنکا کرکټ پر ملي لوبډله د ۲۰۰۹م کال په مارچ مياشت کې په لاهور کې وسله وال برید شوی وو چې تر هغه بې له زمبابوې هېڅ نړیواله کرکټ لوبډله پاکستان ته نه ده ورغلې.

هم دا راز د پاکستان کرکټ بورډ له خوا جوړ پي اېس اېل يا پاکستان سپرليګ په پای لوبه کې هم يو شمېر نړېوال لوبغاړي پاکستان ته راغلي وو چې پکې د ويسټ انډيز پخوانی کپتان ډېرن سيمي هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG