د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرپل د میرزا اولنګ سیمې قربانیان خاورو ته وسپارل شول


په سرپل ولایت کې د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ کلي د جګرې قربانیانو جسدونه نن غرمه مهال د دې ولایت د امام یحی ابن زید په هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

د چارشنبې پر ورځ د سرپل ولایت په مرکز کې د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت د میرزا اولنګ کلي د قربانیانو مړي چې کابو دوې اوونۍ د مخه د وسله والو طالبانو او داعشیانو لخوا په ډله ییزه توګه وژل شوي و، د جنازې لمونځ یې ترسره او خارو ته وسپارل شول.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت چې یادو مراسمو ته خبرې کولې، سره له دې چې د یادو قربانیانو وژنه یې غیر انساني او غیر اسلامي عمل وباله، وویل تېره ورځ د میرزا اولنګ کلي له بیا نیول وروسته افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دوه ډلیز قبرونه چې پکې ماشومان، ښځې او سپین ږېري یو ځای ښخ شوي و، وموندل او نن د هغوی مړي د سرپل په امام یحی هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

ظاهر وحدت
ظاهر وحدت

ظاهر وحدت زیاته کړه:

"دا عمل زه په شدیدو الفاظو غندم، تاسو په جریان کې یاست چې باتورو امنیتي ځواکونو د میرزا اولنک سیمه تصرف کړه او موږ د شهداو له خپلوانو سره سیمې ته ولاړو د قربانیانو دا جسدونه چې پکې ښځې، ماشومان او سپینږېري شامل دي، په ډلیزو قبرو کې وموندل او هغوی چې د انتقال وړ و، دلته مو راوړل."

د میرزا اولنګ کلي د قربانیانو خپلوان له حکومته غواړي ترڅو د یادو ډلیزو وژنو عاملین پیدا او محاکمه کړي.

د هغوی څو تنه یې په اړه وايي:

"زه علي اکبر یم، موږ عدالت غواړو، دولت باید زموږ د وینې توېیدو غچ واخلي، دې واړه ماشوم څه ګناه درلوده، د دې تور سرې ګناه څه وه؟ دې بوډا سړي طالب ته څه ورکړي و؟ ایا همدې ته اسلام وايي؟"

د میرزا اولنګ د قربانیانو د جنازې لمونځ.
د میرزا اولنګ د قربانیانو د جنازې لمونځ.

"زما نوم فاطمه ده، ایا دا په قران کې راغلي چې په ډله ییزه توګه کسان ووژني؟ ته مسلمان یې؟ ولې؟ د خدای تعالی په وړاندې د اخرت په ورځ ځواب وايي؟ مشرانو چې دا کار تقبیح کړ، بد یې وکړ دا کوم درد نه دوا کوي، فقط او فقط یې عمل او اجراآت وکړي او عدالت ته دا کسان وړاندې کړي، بس دی نور نه غواړو چې ووژل شو."

دا په داسې حال کې کابو دوې اوونۍ مخکې وسله والو مخالفینو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ کلي له خپلولو وروسته دلته ۵۲تنه ملکي ​کسان او سیمه ییز پولیس په ډلیزه توګه ووژل چې د ځینو یې لا هم مړي ترې تم دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG