د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ۷۰ کلن پاکستان کې د فاټا ولس حقوق و نه موندل'


د وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند پاکستان خو اويا کاله وړاندې ازاد شوی خو قبايلو ته پکې لا هغه ازادي نه ده ترلاسه لکه څنګه چې پنجاب او د ملک د نورو صوبو اوسېدونکو ته ده.

د ګل په ورځ په پاکستان کې د خپلواکۍ ۷۰مه کلیزه ولمانځل شوه خو له قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي ځینې سياسي، قبايلي او د مدني ټولنو مشران وايي، دوی تر اوسه د اېف سي ار تر قانون لاندې نه یوازې د غلامۍ ژوند تېروي بلکې ورته بنیادي انساني حقونه هم نه دي ترلاسه شوي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې ېو مشر ملک قسمت خان وزير وايي چې د ملک د نورو برخو اوسېدونکو پشان د فاټا اوسېدونکي هم له اولې ورځې راهیسې د ازادۍ ورځ لمانځي خو افسوس په دې کوي چې تر اوسه ترې نه خو د اېف سي ار قانون ختم کړل شو او نه ورته د ملک د نورو وګړیو پشان حقونه ورکړل شو.

د نوموړي وينا وه چې په نور ملک کې ېو قانون او په فاټا کې بل قانون وي نو قبايلي ولس به څنګه ځان ته ازاد ووايي،

بلخوا د فاټا د وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند وايي چې قبايلي ولس د فاټا اصلاحاتو هرکلې کړې او غواړي چې نه صرف اېف سي ار دې ختم کړې شي بلکه هايي کورټ او سپريم کورټ دې هم تر فاټا وغزولې شي نو ترڅو چې حکومت دا غوښتنې و نه مني نو تر هغو قبايل ځان ته ازاد نه شي ويلی.

د نوموړي په وينا چې پاکستان خو اويا کاله وړاندې ازاد شوی خو قبايلو ته پکې لا هغه ازادي نه ده ترلاسه لکه څنګه چې پنجاب او د ملک د نورو صوبو اوسېدونکو ته ده.

د ذکر ده چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړه او هغې په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پرځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ د يوشمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو چې د روان کال مارچ پر دويمه د نواز شريف په مشرۍ وفاقي کابينې یي منظوري ورکړې وه،

خو د فاټا د زده کونکېو سازمان (فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن) مشر شوکت عزيز وايي چې د فاټا ځوان کهول د ازادۍ په مطلب پوهېږي نو ځکه اوس لکه د پخوا پشان دا ورځ په هغه شان له جذبې سره نه لمانځي.

د نوموړي وينا وه چې تيره مياشت ورسره د خېبرپښتونخوا ګورنر وعده کړې وه چې تر څوارلسم اګسته به فاټا اصلاحات عملي کړي نو له بده مرغه خپله وعده يې عملي نکړه نو د غټ اختر ورستو به په اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ پروړاندې احتجاجي مظاهره کوي او تر هاغه وخته به ناست وي چې ترڅو يې غوښتنې ونه منل شي

د ذکر ده چې فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن د اګست په ېولسمه (۱۱) نيټه په اسلام اباد او د جولايي په نلسمه (۱۹) په پېښور کې احتجاجي مظاهرې کړې وې او غوښتنه يې کوله چې حکومت دې ژر تر ژره فاټا اصلاحات عملي کړي.

XS
SM
MD
LG