د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په موسی خېلو کې سیلابونو مرګ ژوبله واړوله


د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په درېیو بجو د خوست د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د سیلاب د راوتلو له کبله دوه ماشومان ووژل شول او ځنې کسان بې درکه شوي دي.

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل مشال راډیو ته وویل، چې د یادې ولسوالۍ د زوړ کوټ او څنډي پر سیمه تیز باران وشو، چې وروسته سیلاب راووت او پدې سیمه کې يې مالي او ځاني زیانونه واړول.

د ده په وینا د لومړنیو مالوماتو له مخې د ځاني تلفاتو سربیره خواوشا پنځه سوه جریبه ځمکو فصلونه له منځه تللي، یو شمېر شمېر څاروي اوبو وړي او همدارنګه ځنې دوکانونه او باغونه هم ویجاړ شوي دي.

ګلاب منګل وویل،

((دې سیلابونو له کبله پنځه جریبه ځمکه وړل شوې، یو شمېر ونې يې تخریب کړې، د خلکو څاروي يې هم له ځانه سره وړي دي، دوه نفره مړه دي او ځنې بې درکه دی، څو موټر يې وړي او څو دوکانونه او باغونه يې تخریب کړي دي، مالي تلفات يې ډېر دي څېړنې روانې دي، بیا به مالومات درسره شریک کړو.))

​د موسی خېلو د زوړ کوټ یو تن اوسیدونکي حزب الله عادل هم د تلیفون پر لیکه وویل،چې د دوی په کلي کې ننیو سیلابونو سلګونه جریبه ځمکې، فصلونه او د ځمکو استنادي دیوالونه له منځه وړي دي.

ده د خوست له ځايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د موسی خېلو له زیانمنو کورنیو سره دې بیړنۍ مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG