د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا له خیبر پښتونخوا سره د ضم کېدو لپاره بیا تحریک پیلوو'


د ۲۰۱۸ م کال تر ټولټاکنو وړاندې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره ضم کولو په اړه مختلفه سیاسي ګوندونه وایي چې پر وفاقي حکومت به فشار اچوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قومي وطن پارټۍ صوبایي چیرمین سکندرخان شیرپاو وویل چې قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا سره ضم کولو په اړه به یو تحریک شروع کوي او په دې لړ کې یې د قبایلي سیمو مشرانو سره رابطې هم شروع کړې دي.

د ده په وینا چې نن د پاکستان د جوړیدو اویا کاله پوره شول خو تر اوسه د قبایلي سیمو ولس ته د ملک د نورو برخو غوندې خپل اییني او قانوني حق نه دی ملاو شوی.

''اوس بیا داسي ښکاري چې د فاټا د ضم کېدو او د اصلاحاتو خبره د ځنډ ښکاریږي. موږ دا ګڼو چې دا د قبایلو سره زیاتۍ دې او د تحریک لپاره به موږ د قبایلي سیمو دورې هم کوو او هلته به ځایي مشرانو سره ملاقاتونه هم کوو او تر څو چې قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ضم کیږي نه نو تر هغې به موږ په ارامه نه کینو او دا هسې هم ضروري ده چې دې سره به د پښتنو یو والۍ پیدا کیږي او یو موثره اواز به اوچتیږي."

د جمات اسلامي د فاټا مشر هارون رشید وایي چې د واکمن ګوند له اړخه قبایلو سره د اصلاحاتو د راوستو لوظ شوې وو خو هاغه ترسره نه شو.

د ده په وینا چې د قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا سره تر ضم کیدو پورې به خپل احتجاجونه جاري ساتي.

"په دویشتم اګست به د ګورنر هاوس مخې ته یوه احتجاجي دهرنه کوو او غوښتنه مو دا ده چې حکومت خپل لوظ پوره کړي او که په دې ونشوه نو سېپټمبر کې به د قامي اسمبلۍ غونډې په موقع به هم احتجاج کوو."

د عوامي نیشنل ګوند د مومند ایجنسۍ مشر نثار مومند وایي چې ډیر زر به د د ګوند مشر لخوا یې د فاټا خیبر پښتونخوا سره ضم کیدو په یو ټول ګوندیز کانفرنس راغواړي.

دې وایي چې فاټا اصلاحاتو په اړه به د ټولو ګوندونو ملاتړ کوي.

،،موږ د فاټا اصلاحاتو په اړه د ټولو سیاسي ګوندونو مرسته کوو ولې چې زموږ دریځ ته څومره خلک هم راځي نو موږ خو به یې مرسته ارومرو کوو ولې چې دا د پښتنو د یو والې خبري ده، موږ په دې کې هیچ چا سره اختلاف نه لرو.،،

د قبایلي سیمو نه د قامي اسمبلۍ غړې ساجد حسین طوري وایې چې نوې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د قبایلي سیمو ټولو د قامي اسمبلۍ غړیو سره ملاقات کړې وو او ورته یې ویلي وو چې د فاټا اصلاحاتو به یې مرسته کوي او دې لړ کې به ورسره یو بل ملاقات هم کوي.

"موږ دې حکومت نه امید لرو چې دا کار به اوشي خو زموږ تر شپږم سېپټمبر پورې صبر دې او که دې پورې ونشو نو موږ به خپل یو تحریک شروع کوو او د ټولو قبایلي سیمو دورې به کوو، ټول خلک به راټولو او خپل اجتجاج به جاري ساتو."

ساجد حسین توري په وینا چې د جمعیت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي علاوه د پوځ پشمول ټول سیاسي ګوندونه د قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا سره د ضم کیدو حمایت کوي.

جمعیت علماء اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فاټا اصلاحاتو او د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو لپاره د یوې ټولپوښتنې کولو وړاندیز لري دوی وايي د فاټا ولس د پوښتلو پرته دې د دغه سیمو برخه لیک نه ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG