د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سیاسي تاوتریخوالي کې پاکستان پرمختګ نه شي کولی'


د پاکستان صدر ممنون حسېن ويلي دي چې ملک دا وخت له کومو بحرانونو سره مخامخ دی په غېر جذباتي توګه د دې ستونزو جايزه اخېستو وروستو که پرې قابو وموندل شي نو هله کاميابي ترلاسه کېدلای شي.

د پاکستان د اوياېمې (۷۰) خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د بېرغ اوچتولو مرکزي دستورې ته صدر ممنون حسېن ويل ټول قام دا غوښتنه کوي چې سياسي مشرتابه دې خپلمینځي تاوتريخوالي پرته د ملک راتلونکې لپاره په ګډه سره کار وکړي.

د نوموړي وينا وه که په سياسي تاوتريخوالي قابو ونه موندل شو نو چې کوم د اقتصادي پرمختګ خبرې کوو هغه به کله هم پورا نه شي نو ټولو ته دا خبره کول غواړم چې په خپلمینځي تاوتريخوالي دې قابو ومومي او صرف په قامي ګټو دې متفق شي.

د صدر ممنون حسېن وينا وه (په دې ملک کې د مختلف طرز حکومت تجربې وشوې خو هغه څه وجه ده چې په معاملاتو را-یو نه شو. د دې خو یوه وجه دا کيدې شي چې د خپلو تجربو د نتيجوتر راتلو وړاندې د ناکرارۍ ښکار کېږو نو پکار ده چې د تندۍ نه کار اخیستو پرځای دې د تېرو وختونو د تجربو نه څه زدکړه وکړو.)

په دستوره کې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نه علاوه وفاقي وزيرانو، د سېنټ چېرمېن، د قامي اسمبلۍ سپيکر، پارلماني استازیو او پوځي مشرانو سره سره د چين مرستيال وزيراعظم هم ګډون وکړو.

دې ترڅنګ په پېښور، لاهور، کراچۍ او کوټه کې هم د ورځې په مناسبت سره د بېرغ اوچتولو دستورې وشوې چې پکې د صوبو اعلې وزيرانو نه علاوه صوبايي وزيرانو او پوځي چارواکو ګډون وکړو،

د ذکر ده چې نن په څوارلسم (۱۴) اګست د ورځې پېل په اسلام اباد کې د یودېرش (۳۱) او په صوبايي سرښارونو کې د یوويشت، یويشت توپونو د سلامۍ نه وکړی شوه.

بلخوا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ېکشنبې او دوشنبې شپې دولس بجې د لاهور په واهګه بارډر د ملک تر ټولو لوې بيرغ خيژولو دستورې ته خپلې وينا کې وويل چې دا وخت پاکستان د ېو شمير کورني او باهرني چيلنجونو سره مخ دې خو قام ته باور ورکوي چې کله به يې هم مايوسه نکړي او په هر حال کې به د ملک نه د وسله والو خاتمه کوو،

د نوموړي وينا وه چې د پاکستان دښمنان که په شرق کې دي او يا که په غرب کې دا خبره دې واوري چې په هر ډګر به يې مقابله کوو او هاغه طاقتونه چې پاکستان ته د نقصان رسولو کوښښونه کوي نو دې ملک ولس او پوځ به يې ټول کوښښونه ناکامه کوي ځکه چې په د دې ملک کې د امن او خوشحالۍ لپاره ډېرې قربانيانې ورکړې شوي دي که هغه د ۱۹۴۸، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او يا د کارګل انښته وي او يا که د وسله والو پرضد راه راست او ردالفساد عمليات وي پکې ډېرې قربانيانې ورکړې شوي دي.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره په ملک کې د امنيت وضعه ښه ساتلو لپاره حفاظتي انتظامات کړې شوي او په اسلام اباد کې د پوليسو او رېنجرو سره سره د پاکستان پوځ امنېتي سرتيري ځايې پر ځايې کړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG