د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست او پکتیکا کې د واکسینو ټیمونو ته موټرسایکلونه وویشل شول


د خوست او پکتیکا ولایتونو په لیرې پرتو سیمو او ځینو غرنیو ساحو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د واکسینو د منظم تطبیق لپاره ۳۹ عرادې موټرسایکلونه وویشل شول.

یاد موټرسایکلونه چې د روغتیا د پرمختګ او مدیریت موسسې یا OHPM د واکسینو د یو شمېر مرکزونو او ګرځنده ټیمونو په اختیار کې ورکړل، موخه يې داده چې رضاء کاران په اسانۍ هغو لیرې سیمو ته ورشي، چې ماشومانو ته په کې منظم واکسین ته تطبیقیږي.

د شنبې په ورځ د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري مشال راډیو ته وویل، رضاء کارانو ته د دې موټرسایکلونو په ویشلو سره به په لیرې پرتو سیمو او غرنیو ساحو کې د پولیو واکسینو په تطبیق کې د دوی شته ستونزې هوارې شي.

حبیب شاه انصاري زیاتوي:

((هغه ستونزې چې موږ په بیلابیلو ساحو، لیرې پرتو سیمو یا سرحدونو کې لرلې، د دې موټرسایکلونو نه په استفادې انشاالله کولای شو هغو سپینو ساحو ته رسیده ګي وکړو، ستونزې که د واکسینو په تطبیق کې وې، یا کوم ځای د واکسینو له تطبیق څخه پاتې شوی وو، هغو ځایونو ته به لدې امکاناتو په استفادې په وخت ورشو او شته مشکل لدې لارې حل کړو.))

​د OHPM موسسې لخوا ۲۷ عرادې موټرسایکل په خوست کې او ۱۲ عرادې هم په پکتیکا کې د واکسینو یو شمېر ثابتو مرکزونو او ګرځنده ټیمونو ته وویشل شول.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، تېر کال د خوست نږدې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پولیو شپږ واقعات ثبت شول، چې دې پېښو د عامې روغتیا وزارت، نړیوالو روغتیايي سازمانونو او د خوست د ادارې انديښنې راوپارولې.

د ښاغلي ارګوني په وینا د پولیو له وایروس څخه د ماشومانو د ژغورنې په موخه ځايي ادارې د واکسینو د ټیمونو په واسطه د خوست هرې سیمې ته د واکسینو د رسولو هڅه کړې ده.

د خوست د دوو لیرې پرتو ولسوالیو د واکسینو دوه رضاء کاران وايي، موټرسایکلونو سره به وکولای شي، پر وخت لیرې او نږدې سیمو ته رسیده ګي وکړي.

دوی وویل:

((نوم مې جواز دی د باک ولسوالۍ یم، مخکې لیرې ساحو ته په تګ کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، چې تلو ډېر وخت به مو ضایع کېده، اوس به دې موټرسایکلو سره زموږ ډېر مشکل حل وي، له مرسته کوونکي موسسې هم ډېره مننه کوو.

نوم مې بادشاه زارګل دی، د دوه منده په سب سنټر کې کار کوم، موږ دې ځای ته لیرې او اطرافي سیمو څخه راځو، موږ پخوا په پلي ډول رسیده ګي نشوای کولای، دا چې موټرسایکل يې راکړه، نو انشاالله موږ رسیده ګي کولای شو، دا به په واکسینو په تطبیق کې هم ګټور وي، ځکه په وخت به سیمو ته رسیدلی شو.))

د یادونې وړ ده افغانستان د نړۍ د هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی، چې تر اوسه هم په کې د پولیو یا ګوزڼ پيښې موجود دې دي.

روغتیايي مسوولین وايي، په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پيښې ثبت شوي، چې تر ټولو وروستۍ هغه يې په کندهار کې وه.

XS
SM
MD
LG