د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې قبايلي زده کوونکو د اېف سي ار پر ضد مظاهره کړې


د قبايلي سيمو زده کوونکي او سياسي مشران وايي په ۱۴م اګست پاکستانيان د ازادۍ ورځ لمانځي خو له دوی سره شوي لوظونه نه پوره کېږي نو ځکه يې د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد او پېښور کې احتجاجي مظاهرې کړي چې ولسمشر، وزيراعظم او نورو سياسي مشرانو ته د اصلاحاتو په اړه خپل لوظونه ور ياد کړي.

په اسلام اباد کې د جمعې په ماښام شوې مظاهرې د پرېس کلب مخې نه تر جناح ايونيو د لاريون بڼه واخيسته چې وړاندې پوليسو ډي چوک ته د تللو نه منع کړل، سياسي مشرانو او د زده کوونکو د سازمان غړو هم هلته احتجاجي ناسته وکړه او د څه وخت لپاره يې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړه.

مظاهرچيان مازيګر شاوخوا څلور بجې د پرېس کلب مخې ته راټول شول خو پوليسو او د اسلام اباد انتظاميې ځينې قبايلي وګړي د راولپنډۍ په فېض اباد سيمه کې راګرځولي ول او وروسته يې په دې شرط پرېښودل چې دوی به يواځې د پرېس کلب مخې ته احتجاج کوي او ډي چوک ته به تګ نه کوي. خو له پوليسو او انتظاميې سره د بيا بيا خبرو اترو وروسته دوی جناح اېوينيو ته پرېښودل شول.

اسلام اباد کې قبايلي زده کوونکو د اېف سي ار پر ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

په دې مظاهرې کې ګډون کوونکي د فاټا سياسي اتحاد مشر نثارمومند مشال راډيو ته وويل چې ۱۴م اګست نژدې دی، د پاکستان اوسېدونکي د ازادۍ خوشحالي لمانځي خو له قبايلي سيمو نه داسې اوازونه راپورته کېږي چې هغوی ازاد نه دي نو څنګه خوشحالي وکړي، ځکه دلته راغلي چې واکدارانو ته ووايي چې دوی دې هم د دې هېواد سمه برخه جوړه کړل شي.

د قبايلي سيمو د وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند بيا وايي، که فاټا اصلاحات نه عملي کېږي نو له دوی سره ورسوتۍ لاره دا پاتې ده چې ټول اسلام اباد وتړي او خلکو ته وښيي چې له دوی سره په دغه سيمو کې څه ډول زياتی روان دی.

"موږ له مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته دا پرېکړه کړې چې زموږ هدف به په بشپړه توګه د اسلام اباد بندول وي. که د سپټمبر تر پايه فاټا اصلاحات منظور نه شول نو بيا به د اسلام اباد هره کوڅه موږ بندوو"

د قبايلي زده کوونکو د سازمان د ښځينه ډلې مشرې ثمرينه خان وزير وويل چې دوی له پاکستاني چارواکو غواړي چې هم هغه ډول حقونه ورته ورکړل شي چې د اسلام اباد، لاهور، پېښور يا بل ښار خلکو ته ترلاسه دي.

د دې په وينا ۱۴م اګست نژدې دی نو ځکه دوی اسلام اباد ته تللي تر څو سياسي چارواکو ته وښيي چې دوی لا هم ازاد نه دي او د خپلې برخې ازادي غواړي.

د دې مظاهرې پرمهال ګډونوالو د اېف سي ار پرضد او خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو په حق کې نعرې ووهلې.

د احتجاج کوونکو يواځينۍ غوښتنه دا وه چې د سرتاج عزيز په مشرۍ چې د قبايلي اصلاحاتي کمېټۍ کوم راپور او سپارښتنې وړاندې کړل شوي، هغه دې ژر تر ژره عملي کړل شي او فاټا دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG