د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا د پاکستان پارليمان کې له پوځ او عدليې سره خبرې ممکنه دي؟


د پاکستان سېنا د هېواد له ولسي حکومت، پوځ او عدليې سره د واک پر سر پر اداراتي کچه د خپل منځي خبرو اترو پیلولو منظوري ورکړې ده.

د ولسي حکومت، پوځ او عدليې له مشرانو سره د خبرو اترو پيلولو دا وړانديز د سېنټ مشر رضا رباني د زيارت په ورځ هغه مهال ورکړ چې کله په غونډه کې د پانامه اسنادو په اړه د سپريم کورټ تر فيصلې وروسته پر رامنځ شويو سياسي حالاتو بحث کېدلی.

سپريم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه د پانامه اسنادو په مقدمه کې پخوانی وزيراعظم نوازشريف نا اهله ګرځولی وو چې وروسته هغه ددې فيصلې په رڼا کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه.

خو په غبرګون کې يې د خپل ولسي ځواک ښکارکولو لپاره د سړک د لارې لاهور ته د تلو سفر پیل کړ چې ځای پر ځای یې د مسلم ليګ ن ګوند زرګونه غړي هرکلی کوي او دی ورته وينا کوي.

د لومړي وزير له چوکۍ تر استعفا وروسته نوازشريف د ولسي ځواک ښکاره کولو لپاره د سړک له لارې لاهور ته په سفر دی.
د لومړي وزير له چوکۍ تر استعفا وروسته نوازشريف د ولسي ځواک ښکاره کولو لپاره د سړک له لارې لاهور ته په سفر دی.

نوازشريف په دغو وينا کې پر عدالت په تکراري توګه نيوکي کوي او وايي چې په مليونونو خلک د رايو له لارې خپل وزيراعظم ټاکي خو يو څو کسان يې په يوه منټ کې له واکه ليري کړي.

د ادارو ترمنځ زياتېدونکي تاوتريخوالي ته په کتو سره د پاکستان د سېنټ مشر رضا رباني د زيارت د ورځې پهغونډه کې وويلچې دا وخت د پاکستان پارليمان تر ټولو کمزورې اداره ده چې کله حکومت، کله عدالت او کله امريت ورباندې ګوزارونه کړي دي.

د اساسي قانون له مخې د پوځ او عدليي مشران د خپل منځي خبرو اترو لپاره سېنا ته وربلل ممکنه نه ده. قاضي انوراېډوکېټ

په پاکستان کې کارپوهان وايي چې اوسنيو سياسي حالاتو د سېنټ مشر اړ اېستلی دی چې پر عدليي، پوځ او ولسي حکومت غږ وکړي چې د خبرو اترو لپاره پارليمان ته ورشي.

قانون پوه قاضي انور چې دوه ځله د سېنا غړی هم پاته شوی دی،وايي چې د ايين له مخې د پوځ او عدليي مشران د دغسې خبرو لپاره سېنټ ته وربلل ممکنه نه ده.

خو دده په خبر په پاکستان داسې ډېر کارونه د ايين له مخې نه کېږي نو ښايي د رضا رباني په ذهن کې هم دا خبره وي چې دوی ته يې پارليمان ته د ورتلو ويلي دي.

البته د سېنټ مشر چې د پاکستان يو وتلی قانون پوه هم دی، په خپله وينا کې دې خبرې ته په پام سره ويلي چې له پوځ سره به مخامخ نه بلکې د حکومت له لارې تماس نيول کېږي.

خو يو بل څېړونکی ضياوالدين بيا وايي، د خبرو اترو لپاره تماس رسمي نه بلکې په غير رسمي توګه ممکنه دی.

دده په وينا، له پوځ سره رسمي خبرې کول په اييني توګه ممکنه نه ده البته دا کار په غير رسمي توګه کېدلی شي چې پخوا هم په پټه او هم په ښکاره شوي دي.

نوموړي زياته کړه چېتر کومه ځايه چې د عدالت خبره ده نو هغه هم د ايين له مخې يوه خپلواکه اداره ده نو ځکه ورسره رسمي خبرې نشي کېدلی.

(( که موږ تاريخ ته وګورو نو پوځ او عدالت دواړو چې کوم غير اييني رول لوبولی دی،هغه ته په پام سره که د سېنټ مشر دوی ته وايي چې راشئ خبرې وکړی نو له دې دا ښکاري چې د هغه اندېښنې پر ځای دي.))

په پارليمان کې دننه له پوځ سره رسمي خبرې کول په اييني توګه ممکنه نه ده البته دا کار په غير رسمي توګه کېدلی شي چې پخوا هم په پټه او هم په ښکاره شوي دي. ضیاوالدين

د پاکستان د قانون پخوانی وزير افتخار ګيلاني هم په دې نظر دی چې د ايين له مخې د پوځ او عدليي مشران په پارليمان کې په خبرو کې برخه نشي اخستلی خو دده په خبره په پاکستان کې مځکني حقيقتونه له اساسي قانونه مختلف دي.

نوموړي زياته کړه چې که پارليمان دا کار کول غواړي نو ددې لپاره به په اساسي قانون کې ترميم کوي.

XS
SM
MD
LG