د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر روت جنازه به په سرکاري کچه کېږي


ډاکټر روت په ۱۹۲۹ م کال په جرمني کې زوکړې وه او کله چې په نړيوال جنګ کې جرمني په دوو برخو ووېشل شوهنو هغه د جرمني ختیځې سيمې ته ولاړه او هلته يې د طب زده کړې وکړې.

د پاکستان حکومت د جذام ناروغۍ مخنیوي لپاره د خپل ژوند سپارونکې ډاکټر روت فاو جنازه په ریاستي کچ د کولو اعلان کړی دی. له وزير اعظم کوره په خپاره شوي یوه بيان کې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې د پاکستان ټول ولس د جذام ناروغي ختمولو لپاره د ډاکټړ روت خدمت نه شي هېرولیاو د خپلو کوښښونو له لارې یې په يوشمېر انسانانو کې د ژوند تمه پیدا کړې وه.

ډاکټر روت په ۱۹۲۹ م کال په جرمني کې زوکړې وه او کله چې په نړيوال جنګ کې جرمني په دوو برخو ووېشل شوهنو هغه د جرمني ختیځې سيمې ته ولاړه او هلته يې د طب زده کړې وکړې.

نوموړې ددېرش کالو په عمر په ۱۹۶۰م کال د خیر ښېګړې تر یوه مشن لاندې هند ته ولېږل شوه خو ورسته د ځینو وجوهاتو له کبله ډاکټر روت د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشته شوه او په دغه هېواد کې ورته د جذام ناروغۍ په باب معلومات ورکړل شول.

په ۱۹۶۱ کال جنوبي هند ته ولاړه او د جذام ناروغانو د پالنې تربيت يې تر لاسه کړو او چې پاکستان ته راغله نو دلته يې د جذام مخنيوي پروګرام پیل کړو او د حکومت پهمرسته ډاکټر روت د سېندصوبې علاوه په بلوچستان، خيبر پښتونخوا او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د جذام ناروغانو لپاره مرکزونه جوړ کړل.

په ۱۹۷۹ م کال کې هم د دې خدماتو په نتيجه کې د صحت وفاقي محکمې د جذام مرض په اړه مرستياله وټاکله او هم دا وجه وه چې د ډاکټر روت د کوښښونو له وجې په ۱۹۹۶ م کال په جنوبي اسیاء کې پاکستان له جذام ناروغۍ پاک لومړی هېواد وګرځېدلو.

د هغي جوړ کړې شوې ميري ايډيلډ مرکز اوس هم کار کوي د ياد مرکز مشر (سي اي او) مارون لوبو وايي چې ډاکټر روت يوه انسان دوسته وه او تل يې دا ويلي چې هغه په جرمني کې پېدا شوې خو زړه يې پاکستان کې دی.

(زما لپاره ډاکټر روت يوه ډېړه ښه استاده وه، همېش به ترې موږ څه نا څه زده کول او هغوی به په روڼ تندي موږ ته زده کړه راکوله. هر وخت به يې هر چا ته د انسانيت درس ورکولو. د هغې په نظر کې مسلمان، عيسايي او هندوان ټول برابر ول. هغې به ویل چې الله تعالی انسان ډېر ښکلی پیدا کړی دی، فرق پکې موږ انسانان کوو.))

محمد عادل چې دېرش کاله پخوا یې د ډاکټر روت په لاس درملنه شوې وه، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دی له ژونده ناامېده شوی وو خو ډاکټرې روت ورته دویم ژوند ورکړی او اوس د هغې په جوړ کړي مرکز کې کار کوي.

(هغه زما لپاره يوه فرشته وه، ده او بيا به هم وي. زما ناروغي په وروستي پړاو کې وه او له ژونده مې هیله ختلې وه خو ډاکټر روت چې څنګه زما علاج وکړو نو زهد الله شکر ادا کوم او چې تر څو ژوندی يم او چېرته هم يمد هغې احسان زه په ټول عمر کې نه شم هېرولی. د مريض په ښه کېدو کې تر ټولو زيات لاس د هغې د اخلاق او مينې وو ځکه چې کوم مريضان به چا ځان ته رانزدې کولی نه شو، لاس به يې ورله نه شو وړی او خوراک به يې ورسره نه کولو، ډاکټر روت هاغه ټول ناروغان ځان ته ورنېږدې کړي ول.)

نوموړي ته په ۱۹۸۸ کال د پاکستان قاميت ورکړل شو او په ۱۹۷۹ کال ورته هلال امتياز او ۱۹۸۹کال ورته د هلال پاکستان جايزې ورکړل شوې.

ډاکټر روت د اته اتیا کالو په عمر د زيارت په ورځ د پاکستان په کراچې ښار کې ساه ورکړې ده.د ډاکټر روته آخيري رسومات به د اګست په ۱۹ نيټه د کراچۍ سېنټ پېټرکس چرچ کې ادا کړې کیږي.

XS
SM
MD
LG