د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د نظام ملاتړ کوو، خو خپل حق غواړو


د جمعې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې له لارې د ولسمشر محمداشرف غني په مشری د افغان حکومت ملاتړ په ډاګ کړ او پدې وروستیو کې يې د حکومت پر ضد د یو شمېر سیاسي اتیلافونو جوړیدل د هېواد په زیان وبلل.

د غونډې ویناوال ویل، د لويې پکتیا او په ځانګړي ډول د خوست اوسیدونکو د امنیتي ستونزو، ستونزو سره په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخیسته، نو دا حکومت چې د دوی د ارادې تمثیلونکی دی، ورڅخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دوی لدې هم ګیله وکړه، چې د خوست او لويې پکتیا علمي او مسلکي کادرونو ته د نظام په مدیریتي چارو کې خپله ونډه نده ورکړل شوې.

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني په خپله وینا کې همدا خبرې وکړې.

ښاغلي نوراني وویل:

((زه هم د یو وکیل په حیث د خپل نظام نه ملاتړ اعلانوم ، د دې تر څنګ په خپل مشر ډاکټر صیب اشرف غني باندې غږ کوم هغه برخه چې زموږ په نظام کې رسیږي، هغه برخه مو چې پدې حکومت کې رسیږي، خوستوالو ته باید خپله سهمیه وربیله کړې، هسې نه چې چوکۍ د مصلحتونو پر بنیاد په یو او بل نوم ویشې.))

د خوست یوې تنې مدني فعالې کامله اکبري په خپلو خبرو کې وویل، د ولسونو وجیبه داده چې د نظام لپاره کار وکړي او تر څنګ يې نظام هم مکلف دی چې د ولس لپاره د کار او ژوند وړ شرایط برابر کړي.

کامله اکبري هم د هېواد په مدیریتي چارو کې خوستوالو ته د سهم ورکولو غوښتنه وکړه:

((د خوست خلکو په رښتیا چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډېرې رايې ورکړي دي او د خوست د ځلمیانو او خویندو په رایو باندې دی کامیاب شوی دی، نو ضرورو ده چې د دې نظام څخه ملاتړ هم وکړو، موږ باید نظام ته کار وکړو او نظام باید موږ ته کار وکړي، زه د ښځو په استازیتوب د نظام څخه ملاتړ کوم او نظام غواړم چې خوست په هره برخه کې په پام کې ونیسي.))

​د افغان حکومت څخه د ملاتړ پدې غونډه کې ویناوالو وویل، د نظام څخه له ملاتړ پرته ولس سیاسي او امنیتي ټیکاو ته نشي رسیدلی.

مدني فعال رحمت الله سروري وايي:

((نن ورځ موږ ولس او نظام سره مطلق تړلي یو، تر څو چې د دې نظام سره ولسونه په کامله مانا ونه دریږي، هېڅکله به موږ ثبات او بهبود ته ونه رسیږو، هېڅکله به موږ د امن څخه برخمن نشو.))

یو شمېر قومي مشرانو په خپلو خبرو کې په هغو ډلو او خلکو سختې نیوکې وکړې، چې په کورنیو جګړو کې ښکیل ول او د هغې له کبله نظام او ولس د سختو مالي او ځاني زیانونو متحمل شو.

قومي مشر حاجي ګل نواز وویل، تېرو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي په خاطر خلک په یو غږ له نظام ملاتړ کوي:

((لویه پکتیا هيڅ وخت نه بیلیدونکي یو، موږ ټول په یو اواز لدې نظام نه په کلکه ملاتړ کوو.))

شنونکي وايي، د حکومت پر ضد په نویو مخالفو ایتلافونو کې ډېری هغه خلک دي، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني یا اجراييه رييس عبدالله عبدالله کلک ملاتړي وو.

شنونکي پدې باور دي، چې دا ډول سیاسي ایتلافونه د ملي ګټو پر ځای تر ډېره د خپلو ګوندي، سمتي او قومي موخو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG