د لاسرسي ځای

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي دا درېم ځل دی چې له حکومته ويستل کېږي، په کروړونو خلک وزيراعظم وټاکي او يو څو کسان يې له دندې ليري کړي.

نوموړي د نا اهلۍ وروسته د يوې قافلې په شکل کې له اسلام اباده لاهور ته سفر د چارشنبې په ورځ پېل کړ او ماښام ناوخته پينډۍ ته ورسېد. د پينډۍ په کميټي چوک کې د خطاب پرمهال نوازشريف وويل چې د پاکستان په اويا کلونو تاريخ کې هيڅ وزيراعظم خپله آيني دوره نه ده پوره کړې.

نوموړي د نا اهلۍ په فېصله نيوکې وکړي او دا يې د ولس د رای سپکاوی وګاڼه. هغه وويل چې له څلورو کالو دوی د ولس خدمت کاوه، يو شمېر پرمختيايي کارونه يې پېل کړي وو خو پر يوې داسې مسلې له دندې ليري کړل شو چې د پاناما لېکس د درغليوو د کېس برخه نه وه.

خلک زموږ پرضد سازشونه کوي. تر څو چې د ولس رایې ته درنښت نه وي ورکړل شوی تر هغې ملک پرمختګ نه شي کولی.
نوازشريف

د جولايي پر ۲۸مه د پاکستان سپريم کورټ کې د پانامه لېکس په نامه کېس د نوازشريف پر بچو د درغليوو تورونو سپيناوي لپاره وو خو په دې کې نوازشريف له دې وجې نااهل اعلان شو چې هغه د خپل زوی په کمپنۍ کې د مقررې تنخا په اړه د انتخاباتو کمېشن نه وو خبر کړی.

نوازشريف زياته کړه: ((دوی وايي چې نوازشريف تنخواه ولې نه ده اخيستې؟ که مې اخيستې وای نو ښکاره کړې به مې وه خو چې نه مې ده اخستې نو څنګه يې په کاغذونو کې وښايم؟ تاسو په نړۍ کې وګورئ دا پرېکړه به څوک ومني، د پاکستان ولس هم دا پرېکړه نه مني.))

هغه وويل چې د پنډۍ ولسي فېصله د ټول ملک فېصله وي او دا دی نن د دې ځای خلکو خپله فېصله ورکړه. د نوازشريف پوښتنه وکړه چې پاکستان به کله بدلېږي او کله به وزيراعظم خپلې آيني مودې پوره کولو ته پرېښودل شي؟

نوازشريف د نا اهلۍ پرېکړې په اړه ولس ته وويل چې دا د هغوي د رایې سپکاوی دی ځکه چې په کروړونو خلک ځان له خپل وزيراعظم وټاکي او څو کسان يې پهيو منټ کې ختم کړي. په خپل خطاب کې نوازشريف وويل چې دا درېم ځل دی چې له څوکۍ ليري کېږي خو هغه هر وار ولس ته تللی.

د نوازشريف پلويان
د نوازشريف پلويان

نوموړي د هغه منصوبو ذکر هم وکړ چې تېرو څلورو کلونو کې يې پېل او يا هم سرته رسولې دي.هغه همداراز وويل: ((لوډشيډنګ مو نيزدي ختم کړی وو. له پاکستانه مو ترهګري ختمه کړه. پاکستان بيا د پرمختيا پر لور روان دی. پاکستان د سرمايه کارۍ لپاره يو غوره ځای ګرځول کېږي. د پاکستان غريب ولس ته روزګار ترلاسه شوی. سي پېک پروژه هم ښه پر مخ روانه ده.))

نوازشريف د نوم نه اخستلو پرته په خپلو مخالفه سياسي مشرانو او په خصوصې توګه عمران خان او طاهرالقادري نيوکې وکړي او تور يې ولګاوه چې دوی د پاکستان د پرمختيا لار نيسي. هغه زياته کړه چې د دوی مخالفه خلک د دوي پرضد سازشونه جوړوي. د هغه په وېنا تر څو چې د ولس رایې ته درنښت نه وي ورکړل شوی تر هغې ملک پرمختګ نه شي کولی.

ويډيو: په دې اړه د مشال راډيو ځانګړی بحث

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف له واکه تر لېرې کېدو وروسته د اګست پر نهمه له اسلام اباده لاهور ته د يوې قافلې په شکل کې روان شوی او امکان دی چې د جمعې تر ورځې به لاهور ته رسي.د پنجشنبې په شپه يې وړومبۍ دمه په پنډۍ کې کړې ده او راپورونه وايي چې لاهور ته د تللو پر وخت به ځای پر ځای نوازشريف او د ګوند نور مشران ولس ته ويناوې هم کوي.

XS
SM
MD
LG